د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛ چې مسکو د هستوي جګړې په اړه فکر نه کړي او دا فکر د لویدیځو سیاستوالو په فکر کې ګرځي، نه د روسانو.
نوموړي ویلي چې “زه تاسې ته ډاډ درکوم چې اجازه نه ورکوو، چې هېڅ ډول پارول به زموږ د تعادل له لاسه ورکولو لامل نه شي.”
لاوروف زیاته کړې؛ چې اوکراین منلي چې روسیه په دې هېواد حق لري.
لاوروف زیاته کړې؛ چې باور لري دا چې ځینې بهرني رهبران د روسیې په وړاندې د جګړې چمتوالي بانډې بوخت دي.
نوموړي پر اوکراین د روسیې د برید په اړه ویلي؛ چې مسکو به د پوځي عملیاتو تر پایه په اوکراین کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
د روسیې بهرنو چارو وزیر څرګنده کړې؛ شک نشته چې د اوکراین د کړکېچ لپاره به حل لاره وموندل شي.
نوموړي زیاته کړي؛ چې مسکو هغه بنسټیزو جوړونو ته اجازه نه ورکوي چې روسیه ګواښي او نه شي کولی هغه ګواښ وزغمي چې له اوکراین څخه روسیې ته مخ دی.
د روسیې دا لوړپوړی چارواکی په داسې حال کې د روسیې د بریدونو له دوام خبرې کړي؛ چې له دوې وړاندې د روسیې هستوي وسلو له بریدونو اندېښنې زیاتې شوې وي.