روسي ځواکونه دونباس ته دننه شول، د ا‌وکراین ولسمشر: له چا نه وېرېږو

لخوا Aamaj News

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په ختیځ کې دوه بېلتون غوښتونکې سیمې په رسمیت وپېژندې او په دونټسک او لوهانسک کې یې د روسیي سوله‌ییزو ځواکونو د شتون جواز صادر کړی.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د پوتین له امر وروسته په دونتسک کې د روسي ټانګونو قطارونه هم لیدل شوي.

په ورته وخت کې؛ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، د اوکراین خلکو ته په خطاب کې خپله ټلویزیوني وینا کې روسیه د سولې د خبرو اترو په تخریب تورنه کړې.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې ارضي امتیاز نه ورکوي او د خپل هېواد د خاورې هېڅ سیمه نه پرېږدي.

بل پلو، د اوکراین ولسمشر ویلي؛ چې سولې او ډیپلوماسۍ ته ژمن دی.

د اوکراین ولسمشر همداشان زیاته کړې؛ چې وېره نه لري، خو له هېواد څخه یې د لویدیځ ښکاره ملاتړ ته په تمه دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو سازمان د ناستې غوښتنه کړې او د دغه سازمان د امنیت شورا اضطراري ناسته ترسره کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ