د روسیې او ترکمنستان د مشرانو لیدنه؛ افغانستان د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اصلي محور

لخوا Zia Haqjo

د روسیې  تاس خبري اژانس راپور ورکړی، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ (جمعه) په مسکو کې له خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمدوف سره وکتل.

ویل کیږي چې افغانستان د دواړو مشرانو د لیدنې اصلي محور و.

د روسیې ولسمشر په دې کتنه کې ويلي چې امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې اصلي لګښت پر غاړه واخلي.

ښاغلي پوتین ويلي، روسیه چمتو ده چې له ترکمنستان او نورو شریکانو سره په ګډه کار وکړي او له جګړې وروسته به د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا او متحدین یې د افغانستان د جګړې اصلي مسولین دي او باید د دغه هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

دغو دواړو مشرانو همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د مخ پر ودې ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ