د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو ځل بیا له طالبانو په افغانستان د یو ټول شموله حکومت د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړې، چې حامد کرزی او عبدالله عبدالله له طالبانو سره خبرو ته لېواله دي او روسیه هم طالبان هڅوي چې له دوی سره خبرې وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو لخوا استول شوی ډیپلوماټ ته وسپارل.
د یوه ټول شموله حکومت جوړول، د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د تعليم او کار په برخه کي د ښځو حقونو ته، مراعات کول د طالبانو د په رسمیت پېژندني لپاره د نړیوالې ټولنې له مهمو شرطونو څخه دي.
دا په داسي حال کي ده چي طالب چارواکو په وار وار ویلي چې دوی د په رسميت پېژندني لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له اتو میاشتو څخه د زیاتې مودې له تېرېدو سره سره، تر اوسه هیڅ هیواد د دوی واکمني په رسمیت نه ده پیژندلې.