اروپایي ټولنه غواړي د روسیې د نفتو په تحریم کې د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا سره یوځای شي.
اروپایي ډیپلوماټان هڅه کړي، چې اروپایي ټولنې ته د روسیې د نفتو د وارداتو درولو لپاره په یوه هوکړه؛ سوې هوکړې ته ورسېږي چې ښایي د مې په ۳۰مه د رهبرانو په ناسته کې لاسلیک شي. که هوکړه وشي، روسیه به د خپلو نفتو له لوی بازار څخه بې برخې شي.
د ایران لپاره چې صادرات یې له وړاندې تحریم شوي؛ دا به ورته په دې مانا ده، چې د نفتو بازار به نامطلوب شي.
پېرودونکي به لا زیاتې لارې چارې ولري او په بالقوه ډول به د تولید کوونکو ترمنځ د قیمتي جګړه پیل کړي، چې ډېری کم شمېر یې له دوی غواړي خام نفت باندې لاس پورې کړي. روسیه له سعودي عربستان وروسته د نړی په کچه د نفتو لوی صادر کوونکی هېواد دی.
خو دا کړنه هم ممکنه ده چې تهران د ۲۰۱۵ کال د هستوي هوکړې د بیا رغونې لپاره چې په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ د دولت لخوا یوې خواته کړل شوه، د نړۍ له قدرتونو سره د هوکړې ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړي. دا هوکړه تحریمونه لغوه کوي او د نړیوال بازار په لور د ایران د نفتو لار پرانیزي.
چین دوه کاله وړاندې د ایران د نفتو لومړۍ درجه پېرېدونکی و؛ خو ښایي روسیې له وړاندې د یاد سهم أه اخیستلو پیل کړی ږي.
د پاکې هوا تو انرژۍ د څېړنیز مرکز د راپور پر بنسټ، د اوکراین د جګړې له پیل را په دېخوا چین د ۷میلیارده یورو (۷،۵ میلیارده ډالرو) په ارزښت د روسیې فسیلي سوند مواد چې ډېری یې خام نفت دي، پېرېدلي.
په ورته وخت کې؛ شنونکي وایي؛ چې پر چین د ایران پلورل څه باندې له څلور یوه برخه کم شوی او که ارپایي ټولنه د روسیې د نفتو د تحریم قطعي پرېکړې ته ورسېږي چین به د روسیې له لویو پېرېدونکو شي چې دې صورت یې به د ایران نفت پر ځای پاتې شي.