فایق د روسیې پر ضد د رایې په دفاع کې: په افغانستان کې مشروع او قانوني دولت نشته او د له لاسه ورکولو لپاره کوم څه نه لرو

لخوا Aamaj News

پر اوکراین د روسیې د برید په ضد ملګرو ملتونو کې د افغانستان مثبتې رایې ورکولو په اړه د غبرګونونو اړ دې خبرو ورسته وروسته چې “افغانستان باید بې طرفه پاتې وی” نصیر احمد فایق یو تفصیلي پیغام کې له دې پرېکړې دفاع وکړه.

فایق دې پیغام کې لیکلي “بې طرفه سیاست ټامل د هغه هېوادونو له لوري کېږي چې مشروع او قانوني دولتونه لري او تر ټولو اړینه دا چې ځانګړي سیاسي، اقتصادي او امنیتي تګ لارې لري. دې هېوادونو ته په دریځ نیولو کې دوه اړخیزې او استراتژیکې اړیکې اړینې وي او نه غواړي ګټې یې له لویو قدرتونو سره په تقابل کې راشي.”

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي دوام کې زیاته کړې؛ چې افغانستان په نړیواله کچه مشروع او قانوني دولت نه لري، خپله له اقتصادي کړکېچ او بشري ناورین سره مخ دی اړ تېرو شل کالونو کې ټول لوی قدرتونه افغانستان کې دخیل و او اوسنی حالات د همدوی د شل کلنو لاس وهنو پایله ده. د نوموړي په اند افغانستان ته هېڅ ډول اقتصادي او پوځي ګواښ نشته.

فایق د ځوا په دوام کې له توضیح سره پوښتلي”هغه هېواد چې له شل کالونو راپدېخوا یې د ګدایۍ کاسه په لاس او تل یې لاس د لویدیځ هېوادونو او امریکا لمنې ته نیولي دي، حتا د بې درځه رایې ملاتړو یې هم اوس په همدې هېواونو کې کډوالي اخیستې او د دوی له ټولو امکاناتو ګټه اخلي، د له لاسه ورکولو لپاره کوم څه لري؟”

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي لخوا غبرګونونو ته ځواب په داسې حال کې ورکول کېږي؛ چې یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په غونډه کې افغانستان له ۴۰ نورو هېوادونو سره یوځای پر اوکراین د روسیې د برید پر ضد رایه ورکړه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ