طالبانو د پنجشنبه په ورځ له روسیې غوښتي تر څو طالبانو ته د استازولۍ چوکۍ ورکولو کې ورسره مرسته وکړي.
د روسیې تاس خبري آژانس پر بنسټ؛ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ لپاره د طالبانو استازي سهیل شاهین ویلي، چې طالبانو له روسیې سره ښې اړیکې درلودې او اوس یې هم لري.
شاهین زیاته کړې؛ چې د دوی حکومت د خلکو له ملاتړ برخمن دی. نوموړي همداشان وویل چې طالبان له روسیې تمه لري چې د ملګرو ملتونو سازمان باور کمیټه کې له نوموړي څخه ملاتړ وکړي.
خو روان میلادي کال اکټوبر میاشت کې په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې دائیمي استازي ویلي و؛ چې ملګرو ملتونو سازمان کې طالبانو ته د افغانستان دائیمي چوکۍ سپارلو په اړه پرېکړه شوې.
2 تبصرې
Superb post however I was wanting to know if you could write a litte more on this topic? I’d be very grateful if you could elaborate a little bit more.
I really like reading through a post that can make men and women think. Also thank you for allowing me to comment!