روسیه کې یوې محکمې امریکایي خبریال د جاسوسۍ په تور تورن کړ

لخوا Aamaj News

د روسیې ځايي رسنیو راپور ورکړی دی، چې امریکایي خبریال ایوان ګرشکویج په رسمي توګه دې هېواد کې په جاسوسۍ تورن شوی دی.

ګرشکویچ د روسیې چارو یو تجربه لرونکی خبریال دی، چې تېره اونۍ د یکاترینبرګ ښار کې هغه مهال ونیول شو، چې د امریکا وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې لپاره په راپور جوړولو بوخت وو.

د روسیې رسنیو د راپور له مخې، دې خبریال په ورپورې تورونه رد کړي دي.

کرملین کاخ د دې خبریال له نیولو وروسته خبر وکړی وو، چې نوموړی د جرم ترسره کولو پر وخت نیول شوی دی.
۳۱ کلن ایوان ګرشکویچ په مسکو کې یو له پېژندل شویو بهرنیو خبریالانو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن له خپل روسي سیال سره ټلیفوني اړیکه کې د دې خبریال د خوشي کېدو غوښتونکی شوی وو. د یادونې ده چې سرګی لاوروف د امریکا بهرنیو چارو وزیر غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي: «د نوموړي د خوشي کېدل د روسیې د محکمې پرېکړې پورې تړاو لري.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ