پوتین: د روسي ځواکونو تر فشار لاندې راتلو په صورت کې به، اوکراین کې جګړه زور واخلي

لخوا Aamaj News

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د روسي ځواکونو تر فشار لاندې راتلو په صورت کې به، اوکراین کې جګړه زور واخلي او روسیې ځواب به لا سخت وي.

رویترز تېره ورځ (جمعه) راپور ورکړی چې ولادیمیر پوتین ازبېکستان کې د شانګ‌های همکاریو سازمان په ناسته کې ویلي، چې دا برید د روسیې د تجزیې لپاره د لوېدیځ د توطیې د مخنیو لپاره شوی.

نوموړي زیاته کړې: «وروستیو کې د روسیې وسلوالو ځواکونو څو حساسې ضربې واردې کړې دي. راځئ داسې وګڼو چې دوی یو خبرادری دی. که وضعیت همداسې دوام ولري، ځوابونه به لا ډېر جدي وي.»

نوموړي د اوکراین تهاجمي ضد عملیاتو په اړه ویلي: «راځئ وګورو چې څنګه پراختیا مومی او څنګه پای ته رسېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو پر بنسټ روسیې د سویلي ولایتونو له ډلې د زاپوریژیا، خرسون او کریمه په ګډون د اوکراین یو پینځمه برخه نیولې ده.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Radio Biarritz November 5, 2023 - 1:55 am

I think the admin of this site is really working hard for his website since here every stuff is quality based data.

ځواب

یو نظر پریږدئ