د روسیې دفاع وزیر سرګئي شویګو ویلي چې د القاعده او داعش فعالیت د منځنۍ آسیا هېوادونو د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
شویګو نن (چهارشنبه د وږي دویمه) افغانستان کې بدلونونو ته په اشارې سره، په تاجېکستان او قرقیزستان او دې هېواد ته نږدې نورو سیمو کې د خپلو پوځي اډو له زیاتولو خبر ورکړی.
نوموړي همداشان د افغانستان امنیتي وضع ته په اشارې سره ټينګار کړی چې د داعش او القاعده په ګډون نړیوالې ترورېستي ډلې په دې هېواد کې خپل فعالیتونه زیاتوي.
د روسیې دفاع وزیر زیاته کړې: «موږ له خپل لوري په قرقیزستان او تاجېکستان کې د روسیې رزمي پوځي اډې او کړکېچنو احتمالي حالاتو ته نور ځواب ویونکي ځواکونه زیاتوو.»
د روسیې دې لوړ پوړي چارواکي څرګنده کړې: «د ولسوالو نښتو په دوام، په دې هېواد کې ټولنیز او اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی، د مذهبي راډيکالیزم ایډیولوژي په زور منل بهیر، د نشهیي توکو قاچاق او بې پولې جنایتونه چیغې وهي.»
بل پلو نوموړي د منځنۍ آسیا هېوادونو د دفاع وزیرانو لومړنۍ ناستې ترسره کېدو ته په اشارې سره یادونه کړې، چې دې ته په کتو سره چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان یو څارونکی هېواد دی، مسکو په دې باور دی چې ورته ناستې د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې ترسره کول په ځانګړي ډول د دفاعي – امنیتي سازمانونو ترمنځ د همغږۍ لپاره اړين دي.
د روسیې دفاع وزیر څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تېره ورځ د یاد هېواد ولسمشر ولایمیر پوتین د تاجېکستان له ولسمشر امامعلي رحمان سره د افغانستان د وضعیت په اړه ټلېفوني خبرېاترې کړې دي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More Info here on that Topic: aamajnews24.com/ps/russia-55/ […]