د روسیې امینت شورا مرسیال مشر، الکساندر ګربنکین د «روسییسکایا ګازتا» دولتي ورځپاڼې ته ویلي چې د افغانستان همداشان د زوال په لور روان دی او د نشه یي توکو د قاچاق او د ګډوالو زیاتېدو د ګواښ لامل کېږي. د نوموړي په وینا نه ښایي چې د افغانستان وضعیت ښه شي.
نوموړي زیاته کړه: «دا وضعیت د خوښۍ لپاره هېڅ لاره چاره نه رامینځته کوي.»
نوموړي څرګنده کړه چې تروریستان کولی شي له افغانستان څخه ځانونه منځنۍ اسیا او له قزاقستان څخه روسیې ته ورسوي.