روسیه: د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه هېڅ خبرې اترې نه دي شوې

لخوا Aamaj News

د اسپوتنیک خبري آژانس د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ویاند دیمیتري پسکوف څخه په نقل قول راپور ورکړی چې مسکو کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه هېڅ خبرې اترې نه دي شوې.

پسکوف نن (چهارشنبه د غبرګولي ۲۵مه) یوه خبري ناسته کې ویلي: «تر اوسه په دې اړه هېڅ خبرې نه دي شوې او د دې وړاندوینه کول چې کله به دا پېښه وشي هم بې ګټې ده.»

د نوموړي په وینا؛ چې لا هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه ډېرې پوښتنې شتون لري او همداشان ډېری بشردوستانه ستونزې شتون لري چې ډېری هېوادونه له طالبانو سره ځانګړو اړیکو ته اړ کوي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د افغانستان چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره ورځ (سه‌شنبه) له یو دولتي ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي چې ښایي مسکو د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او د یادې پرېکړې نیولو کې د امریکا متحده ایالاتو او نورو هېوادونو څخه پیروي نه کړي.

کابلوف د روسیې لخوا د طالبانو حکومت احتمالي په رسمیت پېژندلو په اړه ویلي: «داسې یو احتمال شتون لري او شرایط یې د روسیې ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر لخوا ټاکل شوي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ