د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي؛ چې هېواد یې جګړه نه غواړي.
نوموړي تېره ورځ په کرملین مانۍ کې د آلمان صدراعظم اولاف شولتز سره په ګډه رسنیزه ناسته کې ویلي؛ چې روسیه د جګړې غوښتونکې نه ده، له همدې امله یې د امنیتي ضمانتونو مفکوره وړاندې کړې او هیله ده چې په مرکو کې یې کلیدي ټکي د پام وړ وګرځي.
د روسیې ولسمشر همداشان په اروپا کې د جګړې د پیل او ورته ګواښ په اړه وویل؛ چې پخوا اروپا کې یوه جګړه شوې چې ناټو د صربستان(په ۱۹۹۹ کال کې پر پخواني یوګسلاوي باندې د ناټو برید) باندې پیل کړ.
د ولسمشر پوتین دا خبرې د دواړو لور ترمنځ د لفظي شخړې لامل شوې دي او په دې منځ کې د آلمان صدراعظم وویل چې وضعیت توپیر لري؛ ځکه د غیر صرب یانو په وړاندې د صرب یانو د نسل وژنې خطر شتون لري.
د روسیې ولسمشر څرګنده کړه، هغه څه چې د دونباس سیمه کې (د اوکراین په ختیځ کې کړکېچنه سیمه) تېرېږي، نسل وژنه ده.
دا په داسې کې ده؛ چې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمه له روس مېشتو سیمو جوړه شوې، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د اوکراین حکومت د بدلون په لړ کې په یو اړخیز ډول یې له کيیف څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ.
پوتین زیاته کړې: “په ناټو کې د اوکراین غړیتوب ځنډول، وضعیت او بنسټیزو اندېښنو ته بدلون ورکوي او په اوسمهال کې موږ د دې مسئلې د حل غوښتونکي یو.”
د روسیې ولسمشر زیاته کړه: “د موشکونو او نورو موضعاتو په اړه خبرو اترو ته چمتو یو او د امریکا متحده ایالاتو او غربي هېوادونو غبرګونونو د روسیې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.”
نوموړي په دوام کې زیلته کړې؛ چې د روسیې اندېښنو ته د ځواب ویلو او د غوښتل شویو امنیتي ضمانتونو وړاندې کولو پرته بله لاره چاره شتون نه لري.
ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ، چې له لوېدیځ غواړي تر ظحو د روسیې په پوله کې د یرغلیزو وسلو له ځای پر ځای کولو لاس په سر شي او ختیځ ته د ناټو له سپارښتلو مخنیوی وکړي.
نوموړي له شولتز سره د خپلې خبري ناستې په دوام کې وویل چې زموږ شریکان باید د روسیې امنیتي اندېښنې جدي ونیسي.
د المان صدراعظم په دوام کې وویل؛ چې د ځواکونو ډېرېدل له درک لرې ده، خو لا هم دا احتمال شتون لري چې ډيپلماټیک حل لارې وکولی شي شخړې کمې کړي.
شولتز زیاته کړه؛ چې د ځواکونو ډېرول د یو ګواښ په توګه ګڼل کېږي. شولتز له اوکراین سره په پوله کې د روسیې څه باندې زرګونن سرتېرو له شتون څخه خپله اندېښنه وښودله او دا موضوع یې له درک لرې وبلله.
شولتز د یادې خبري ناستې په دوان کې وویل چې د اروپا امنیت د روسیې له ګډون پرته نه جوړېږي. نوموړي زیاته کړه: “د روسیې له ولسمشر سره مو هوکړه کړې چې د جګړې ترسره کېدو د مخنیوي لپاره د نورماندي میکانېزم مُهم دی او د اوکراین له پولې د روسیې یو شمېر ځواکونو شاتګ یو مُهم ګام شمېرل کېږي.”
د آلمان صدراعظم همداشان څرګنده کړې، چې اروپا او ناټو هغه ضمانتونه چې روسیې غوښتي رد کړي؛ خو داسې ټکي شته چې پر هغې د بحث امکان شته.