د روسیې د بهرنیو چارو زورات ویانده ماریا زاخارووا وايي؛ چې هېواد یې د امریکا له لوري د افغانستان څه باندې نیمې شتمنۍ بندول او د سپټېمبر یوولسمې بریدو د قربانیانو خپلوان ته یې د غرامت په توګه ورکول “پوچ” او “بېځایه” کړنه بولي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تېره ورځ په یو لړ څرګندونو کې وویل: “د افغانستان مرکزي بانک شتمنیو په بندولو سره، په حقیقت کې واشنګټن په دې هېواد کې د انساني ناورین زیاتوي او په کابل کې د نویو چارواکو د کار خنډ ګرځي، چې د یو عادي ژوند لپاره هڅه کړي.”
نوموړې زیاته کړې؛ د افغانستان په دې سختو شرایطو کې چې په ځانګړي ډول د امریکا او د دوی د ملاتړو “ناټو” د پوځي ماتې په پایله کې رامنځته شوي، په حقیقت کې واشنګټن په دې هېواد کې د انساني ناورین په پېچلتیا بوخت دی.
د نوموړې په وینا؛ د جو بایډن په امر په واشنګټن کې د افغانستان مرکزي بانګ اووه میلیارده ډالره شتمنۍ بندول، په دې هېواد کې د وضعیت د ثبات لپاره د سپینې ماڼۍ د څرګندونو د صداقت په اړه د پوښتنې رامنځته کېدو لامل کېږي.
نوموړې څرګنده کړه: “موږ دا پوچ او بېځایه بولو، چې امریکا د افغانستان مرکزي بانک څه باندې نیمه شتمني د سپټېمبر یوولسمې بریدو د قربانیانو خپلوانو ته غرامت ورکولو په توګه ځانګړې کړې دي.”
زاخارووا پوښتلي؛ ولې یې باید د افغانستان خلک چې په هېڅ وجه یې د یادو بریدونو په پلان کې لاس نه درلود، لګښت ورکړي؟
دا په داسې حال کې ده؛ چې دې وروستیو کې امریکا د افغانستان مرکزي بانک له اووه میلیارده ډالره زېرمو څخه چې هغه هېواد کې ساتل کېدې او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کنګل شوې وې، ۳،۵ میلیارده یې د سپټېمبر یوولسمې پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه ځانګړې کړې دي.