د افغانستان په چارو کې د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یوې روسي ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي؛ چې د افغانستان وضعیت له یوې زړهبوګنونکې انساني فاجعې سره مخ دی او وضعیت له دې هم بدېږي. کابلوف د دې ستونزه لامل د واشنګټن له لوري د افغانستان پیسو د کنګل کول ګڼي.
د افغانستان په چارو کې د پوتین ځانګړی استازي په دې مرکه کې د افغانستان له اړخ څخه د شته ګواښونو په اړه څرګندونه کړي او ویلي یې دي، چې غوښتې یا ناغوښتي امریکایان او غربیا د افغانستان په وړاندې د خپلو داسې سیاستونو سره، د نشه یي توکو کښت هڅوي.
کابلوف په دې مرکه کې امریکا د افغانستان جګړې ماتې خوړونکې بللې او ویلي یې دي، چې اوس سپینه ماڼۍ په افغانستان کې د قومیت پر بنسټ د یو کورنۍ جګړې په لټه کې ده، خو د نوموړي په وینا اړتیا ده چې په افغانستان کې یو قومي – سیاسي ټول ګډونه حکومت جوړ شي.
ضمیر کابلوف ویلي، چې د روسیې ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم لرې کولو وخت هم را رسېدلی، خو د نوموړي په وینا دا پرېکړه باید د ولسمشر پوتین لخوا ونیول شي.
د کابلوف څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پوهان په واک کې د قومونو د ګډون لپاره د طالباو په اراده اندېښنه ښودلې او وایي چې ښایي دا موضوع د ډېرو بهرنیو لاسوهنو لپاره د لارو چارو برابرولو ترڅنګ په ځانګړي ډول د قومیت پر بنسټ د کورنۍ جګړې اور ته پکه وهي.