د ترکیې ټي‌آرټي: ایران او روسیه د افغانستان په وړاندې دوګونې لوبه لري؛ پاکستان په پوځي قدرت کې د پښتنو په ګډون له نورو قومونو سره د برابر حکومت په لټه کې دی

لخوا Aamaj News

د ترکیې “ټي‌آرټي” دولتي ټلویزیون په یو څېړنیز راپور کې د افغانستان په وړاندې د مسکو، تهران او اسلام آباد رول په ځانګړي ډول د ایران رول ته کتنه کړې او د ګلبیدن حکمتیار اسلامي حزب له لوړپوړي غړي کریم امین څخه په نقل قول سره یې راپور ورکړی؛ چې ایران د مقاومت جبهې پر رهبر احمد مسعود او طالبانو باندې فشار راوړی تر څو له یو بل سره خبرې اترې وکړي، خو دې خبرو اترو کومه پایله نه درلوده.

په ورته وخت کې د افغانستان یو پخواني چارواکي ټي‌آر‌ټي ته ویلي؛ چې تر اوسه پاکستان درې ځلې هڅه کړې تر څو د مقاومت ملي جبهې او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه ووسي، خو مقاومت جبهې د طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې او په ایران کې یې خبرې اترې غوره ګڼلې دي.

په یاد راپور کې یوې سرچینې ټي‌آرټي ته ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د پاکستان د طالبانو تحریک اړیکو ته اندېښمن دی او له دې امله په پوځي قدرت کې د متوازن حکومت غوښتونکی دی، چې بې له پښتونو نور قومونه هم پکې ګډون ولري.

د ټي‌آر‌ټي د راپور له مخې؛ پاکستان له هند سره د افغانستان تاجېکانو له اړیکو څخه د اندېښنو سربېره، له تاجېکستان او مرکزي آسیا سره د سوداګریزو اړیکو غوښتونکی هم دی.

ټي‌آر‌ټي د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري څخه په نقل قول لیکلي چې طالبانو د مقاومت جبهې غوښتنې ونه منلې او په پایله کې د ایران خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

ټي‌آر‌ټي په افغانستان کې د ایران د فعالیتونو په شالید او د افغانستان پر شیعیانو باندې د دوی نفوذ ته چې ” حتی د ملیشو په توګه ترې ګټه اخلي” په اشارې سره کتنه کړې او لیکلي یې دي؛ چې ایران د طالبانو په وړاندې دوه‌ګونې لوبه ترسره کوي، د طالبانو لومړي حکومتوالۍ کې تقریباً ایران د دوی په وړاندې جګړې ته تللی و، خو د وخت په تېرېدو سره یې اړیکې جوړې کړې.

د ټي‌ار‌ټي په راپور کې راغلي؛ چې ایران له احمدشاه مسعو او د نوموړي له زوی احمد مسعود سره نږدې اړیکې لري، خو بل پلو یې له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې ساتلې دي او په ایران کې یې د افغانستان سفارت پرانیستی ساتلی خو د طالبانو په رسمیت پېژندلو څخه انکار کړي.

له دې سره؛ ټي‌آر‌ټي ادعا کړې چې احمد مسعود هم له روسیې سره خپلې اړیکې ساتلې دي او حتا ځینې وختونه له ولسمشر پوتین او د روسیې د اطلاعاتو له رئیس سره ټلیفوني اړیکې نیسي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول له روسیې څخه د وسلو ترلاسه کول رد کړي. خو ویلي دي چې د مقاومت جبهه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو سره حسنه اړیکې لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ