روسیه: په افغانستان کې د خپل سیاست بریالي ښودلو لپاره د امریکا هڅې بریالۍ دي

لخوا Aamaj News

په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسيې دایمي استازي واسیلي نبنزیا په یوه بیانیه کې خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د کړکېچن وضعیت له مسوولیت څخه د اوږو سپکولو په لټه کې ده.

په یاده بیانیه کې څرګنده شوې چې ” په افغانستان کې د خپل سیاست بریالي ښودلو لپاره د امریکا هڅې بریالۍ دي. په افغانستان کې د امریکا او ناټو شل کاله شتون بریا نه شو ګڼلی. په افغانستان کې د امریکا شتون د ترورېزم او نشه یي توکو لپاره لارې چارې رامنځته کړې. په افغانستان کې د امریکا د شتون پر وخت د القاعده سربېره نورې افراطي ډلې لکه داعش را څرګندې شوې او د نشه یي توکو تولید په بېساري ډول ډېر شو.”

د یادې بیانیې پر بنسټ، د افغانستان ټولنیز او اقتصادي وضعیت ډېر خراب پاتې شوی او د امریکا لاسپوڅو میلیاردونه ډالر په اوبو لاهو کړل.

په یاده بیانیه کې ټینګار شوی، چې افغانستان کې د امریکا د شتون کالونه د زرګونه افغانانو او امریکایانو د ژوند له لاسه ورکولو لامل شوی او بلاآخره له طالبانو سره یو اړخیزو خبرو اترو د افغانانو او د غني د رژیم شا خالي کړه او طالبان د امریکا نامسووله غرور په پایله کې قدرت ته ورسېدل.

همداشان په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي ویلي دي؛ چې امریکایي ځواکونو ړانده هوایي بریدونه کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د زرګونه افغانانو ژوند اخیستی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ