روسیه: د افغانستان په شمال کې “قومي لاریونونو” ته په اندېښنه کې یو

لخوا Aamaj News

د روسیې د بهرینو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه خبري ناسته کې وویل چې مسکو د افغانستان په شمال کې د قومي موضوعاتو له امله د لاریونونو پراخېدو ته اندېښن دی.

د روسیې د بهرینو چارو وزارت ویاندې د افغانستان په شمال کې د لاریونونو دوام د ناقانونه کړنو د تر سره کولو له امله طالبانو یو اوزبیک قومندان نیول بللي و زیاته کړې یې ده” هیله لرو چې نوي چارواکي د هغه ویجاړونکو تحرکاتو ته تسلیم نه شي چې د ځینو عناصرو له لوري د قومي نفرت رامنځته کولو او د افغانستان اوضاع بې ثباته کولو لپاره په دې سختو شرایطو کې تربیه کېږي.”

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې اونۍ وړاندې د د طالبانو اوزبیک قومندان مخدوم عالم د نیول کېدو له امله د نوموړي پلویانو لاریون وکړ. دغه لاریون د دوه ورځو لپاره دوام وکړ، چې ډېر ژر د پښتنو طالبانو او اوزبیک طاذبانو تر منځ جګړه هم رامنځته شوه او تلفات یې هم درلودل.

طالبانو سیمې ته د ځانوژونکو په ګډون د تازه ځواکونه په لېږلو سره کنترول په لاس کې واخیست او اعلان یې وکړ، چې مخدوم عالم یې په انسان تښتوونو کې د لاس لرلو په تور نیولی او د څېړنو لپاره یې له مزارشریف څخه کابل ته لېږدولی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ