روسیه: د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه هېڅ خبرې اترې دوام نه لري؛ د ټولشموله حکومت جوړول زموږ غوښتنه ده

لخوا Aamaj News

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخاروا یوه خبري ناسته کې وویل: “په ټینګار سره وایم چې اوسمهال د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه هېڅ خبرې اترې دوام نه لري”

نوموړې زیاته کړې؛ چې طالبانو د روسیې په غوښتنو ښه پوهېږي. د یو ټولشموله حکومت جوړول، له ترورېزم او نشه یي توکو سره مبارزه او بشري حقونو ته درناوی زموږ غوښتنې دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف د مسکو ناسته، پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې ګډون او کابل کې د ځینو سفارتونو د پرانیستلو سره ویلي و، چې “د طالبانو په رسمیت پېژندل په عملي ډول دوام لري.”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ