د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې؛ ماریا زاخارووا په خپل ټلګرام کانال باندې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي؛ چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت کړنو، اقغانستان د فساد په یوه بندخونه باندې بدل کړی دی.
ماریا زیاته کړې چې امریکا، افغانستان له یوې انساني فعاجعې سره مخ کړی دی او لا هم دې کړکېچ ته لمن وهي.
د روسیې حکومت له دې وړاندې هم څو ځلې د افغانستان په وړاندې؛ د امریکا متحده ایالاتو پر سیاستونو نیوکه کړې ده.