د افغانستان په چارو کې د روسیې استازی ضمیر کابلوف اعلان کړی چې د کازان په غونډه کې به په افغانستان کې د ټولشموله توکمیز – سیاسی حکومت پر جوړولو خبرې وشي.
په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي نن (شنبه د سنبلې په ۲۷مه) په یوه خبري غونډه کې ویلي دی: «په دې غونډه کې به د ترهګرۍ، په افغانستان کې له نشهيي توکو سره د مبارزې او دغه راز د طالبانو لهخوا د یوه ټولشموله حکومت پر جوړول خبرې وشي.»
ښاغلي کابلوف ټینګار کړی دی: «تر هغه ځایه چې پخپله افغانستان پورې اړه لري، تمرکز به یې د یوه ټولشموله توکمیز سیاسي حکومت پر جوړولو وي.»
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا هغه به د کازان په غونډه کې د طالبانو لخوا د ژمنو د نه عملي کیدو په اړه خبرې وکړي، وویل: «دا به خامخا ترسره شي؛ مګر دا به یوازینی تمرکز نه وي. څو مهم مسایل د سیمې د هېوادونو د ګټو په چوکاټ کې چې د مسکو ډله جوړوي، دخیل دي.»
تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي وو، چې د فارمټ مسکو په غونډه کې به د سیمې مهم لوبغاړي د افغانستان د وضعیت، سیمهییز امنیت او په افغانستان کې له جګړې وروسته د بیارغونې پر بېلابېلو اړخونو بحث او خبرې وکړي.
د مسکو فارمټ غونډه په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې، افغانستان، هند، ایران، چین او پاکستان د ځانګړو استازو په حضور کې د سلا مشورو لپاره د سیمهییز پلیټفارم په توګه رامنځته شوه او وروسته د منځنۍ آسیا پنځه هېوادونه قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په دې فارمټ کې شامل شول.
بايد يادونه وشي چې د مسکو په فارمټ غونډه کې د ترهګرۍ او نشهيي توکو د قاچاق پر له منځه وړلو او په ورته وخت کې د يوه ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو ټينګار کوي.