بي بي ګلې په امریکا کې د افغان ښځو په اړه خبرې کوي؛ یلدا رویان: بې شرمي او بې حیایي هم خپل حد لري

لخوا Aamaj News

ټاکل شوې د افغانستان پخوانۍ لومړۍ مېرمن او د تښتېدلي ولسمشر اشرف غني مېرمن، رولا غني د اکتوبر په اتمه د امریکا په واشنګټن ډي سي ښار کې د ”افغان مېرمنو د پیاوړتیا“ په اړه په یوه پروګرام کې وینا وکړي.

رولا غني په دې خپرونه کې د یو شمېر ښځینه هنرمندانو، په واشنګټن کې د مېشتو سفارتونو ډیپلوماټانو او افغان او اوکرایني ښځینه فعالانو ته د افغان مېرمنو په اړه خبرې کوي.

د نړۍ د مخکښو ښځو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې رولا غني به د ځانګړې مېلمه په توګه په دې پروګرام کې د خلاقو صنایعو له لارې د افغان مېرمنو پر پیاوړتیا خبرې وکړي. په دې پروګرام کې له بېلابېلو هېوادونو څخه هغه مېرمنې هم رابلل شوې چې د فیشن، نقاشۍ او انځورګرۍ په برخه کې یې مهمې لاسته راوړنې لرلې او د خپلو آثارو د ښودلو پر مهال به د هنر او صنعت له لارې د ښځو د ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

د نړۍ د مخکښو ښځو سازمان زیاته کړه چې په دې پروګرام کې د افغانستان او اوکراین د مجازي فضا مشهورې څېرې، نیکو، ډیزاینرانې او صنعت والې رابلل شوي دي.

د افغان ښځو په اړه د رولا غني بلنه او وینا د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو له پراخ غبرګون سره مخ شوې.

د بشري حقونو یوې فعالې، یلدا رویان پر خپل ټویټر په یوه غبرگون کې لیکلي چې بې شرمي او بې حیایي هم یو حد لري.

هغې زیاته کړې: «موږ مړه یو، چې ته به بیرته راشې او د افغانستان د کلتور استازیتوب وکړئ، بی بی جانې.»

له بلې خوا خبریالې، فرحناز فروتن د اشرف غني د مېرمنې د خبرو په غبرګون کې لیکلي: «د افغانستان د تښتېدلي ولسمشر مېرمن، رولا غني به د مریلنډ په ګران بیه سیمه کې د اوړي په یوه محفل او کاکټل پارټي کې د سولې او د افغانستان د ښځو په خاطر به خبري وکړي.»

نوموړې ویلی، کله چې غني له دغلیو ډکو ټاکنو کې له مياشتونو وروسته ولسمشر شو، د خپلې مېرمنې نوم يې بي بي ګله کېښود.

په همد حال د بشري حقونو یوې فعالې سمیه فروتن بلخي ویلی رولا غني افغانه ښځه نه ده چې د اوسنیو افغان ښځو استازیتوب وکړي.

هغې په خپل ټوېټر کې ليکلي: «هغې او د هغې غله مېړه ملي پانګې لوټ کړې، اوس په کوم لقب او اعتبار سره د افغان مېرمنو د استازې په توګه ټاکل شوې ده.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ