له بي بي ګل غني نه د کرکې پیغام: رولا غني د تاریخ منفوره ښځه ده

لخوا Aamaj News

په امریکا کې د ”افغان ښځو د پیاوړتیا“ په اړه د افغان تښتېدلي ولسمشر د مېرمنې د وینا په غبرګون د افغان مبارزو ښځو ناڅاپه خوځښت غورځنګ وایي چې رولا غني د تاریخ منفوره ښځه ده.

دوی زیاتوي چې د هر هغه سیاسي حرکت او شخصیت پر وړاندې چې د افغانستان د خلکو د ارادې خلاف عمل کوي، ږغ پورته کوي.

دا په داسي حال کې ده چې ټاکل شوې رولا غني به د اکتوبر په شپږمه په واشنګټن ډي سي کې په یوه پروګرام کې د ”افغان ښځو د پیاوړتیا“ په اړه خبري وکړي.

د نړۍ د مخکښو ښځو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې رولا غني به په دې پروګرام کې د خلاقو صنایعو له لارې د افغان ښځو د پیاوړتیا په اړه د ځانګړې مېلمه په توګه وینا وکړي.

دغه اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، رولا غني چې په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا په پروګرامونو کې په فساد تورنه ده، د افغان مېرمنو په اړه کوم پروګرام ته د بللو ښایسته نه بولي.

د ښځو خپلواک خوځښت، د ”مخکښو ښځو“ د بنسټ لخوا د ځانګړې ویناکوونکې په توګه د رولا غني ټاکنه د دوی د بیا مشروعیت هڅه بولي او وايي چې دا ډول کړنه د بخښنې وړ نه ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ