بې پولي راپور ورکوونکي له طالبانو غواړي چې د خبریالانو د نیولو په اړه ځواب ویونکي اوسي

لخوا Aamaj News

په کاپیسا ولایت کې د ځایي خبریال او د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولني مرستیال، عبدالحنان محمدي د نیولو د راپورونو خپرېدو وروسته، اوس بې پولي راپور ورکوونکي له طالبانو غواړي چې د دغو نیونو په اړه ځواب ورکوونکي واوسي.

بې پولي راپور ورکوونکي نن (دو شنه، د غبرګولي ٢٣مه) اعلان کړی، په ډېر احتمال سره په کاپیسا کې ځایي خبریال عبدالحنان محمدي د طالبانو په بند کې دی.

دغه سازمان زیاته کړې: «موږ د خبریالانو د خپلسرو نیولو د زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګندوو.»

بې پولي راپور ورکوونکي له طالبانو غواړي د هغه څه په اړه، چې د نیولو خطرناک ډول یادیږي، ځواب ورکوونکي واوسي.
د یادوني وړ ده چې ښاغلی عبدالحنان محمدي د تېري ورځي (یک‌شنبې) را پدېخوا لادرکه دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

Watch milf webcam free September 21, 2023 - 9:27 am

Hoy mas que nunca los shows con webcam son una parte importante del espectaculo

ځواب
91.7 Oderwelle November 5, 2023 - 12:52 pm

A big thank you for your blog.Really looking forward to read more. Want more.

ځواب

یو نظر پریږدئ