د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشرې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي، انتوني ګوتریش د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د خپلې ځانګړې استازې په توګه وټاکه.

اوتونبایوا د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د قرغزستان ولسمشره وه او د بهرنیو چارو د وزیرې، د پارلمان د غړې او د صدر اعظم د مرستیالې په توګه یې هم کار کړی دی.

ملګرو ملتونو پرون (جمعه، وږي ۱۱مه) په یوه بیانیه کې وویل چې نوموړې د دیبورا لاینز پر ځای ټاکل شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د پخوانۍ ځانګړې استازې، لاینز ماموریت د جون په میاشت کې پای ته ورسېد.

آغلې لاینز د ۲۰۲۰ کال د اپریل په ۲۳ مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازې په توګه خپله دنده پیل کړې وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغې نوې استازې په داسې حال کې ټاکل شوې چې دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له بشري او اقتصادي ناورین سره لاس او ګرېوان دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ