یلدا رویان د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې: طالبان هزاره، اوزبېک او تاجېکان وژني او یایې هم ځوروي

لخوا Aamaj News

د بشري حقونو فعالې یلدا رویان د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې ویلي؛ چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو حقونه له منځه تللي یو ځانګړې توکمیزې ډلې له ځورولو، هدفي وژنو او تاوتریخوالي سره مخ دي. خو نوموړې زیاته کړې؛ چې دا پېښې نه راپور کېږي، ځکه رسنۍ د طالبانو لخوا کنټرول کېږي او نړیوالو رسنیو هم خپل غَور بدل کړی دی.

یلدا رویان څرګنده کړې: «طالبانو د هزاره ګانو په ګډون نورې توکمیزې ډلې هم موخه ګرځولې دي، په ځانګړي ډول د پنجشیر تاجیکان او اوزبېکان. طالبانو په دولتي اداراتو او پوهنتونونو کې له فارسي ژبې څخه ګټه اخیسته منع کړې ده، تر څو زموږ هویت لا ډېر حذف کړي.»

رویان ټینګار کړی؛ چې توکمیزې ډلې او ښځې په ښکاره ډول دا احساسوي چې کابل کې د یوناما دفتر هېر شوي دي. د نوموړې په وینا؛ کابل کې د ملګرو ملتونو باید خپله بې طرفي وساتي او که د یوناما ماموریت ددطالبانو په خط کې وي، افغانستان کې به دا ماموریت ناکام شي.

د بشري حقونو دې فعالې زیاته کړې؛ چې طالبانو او د طالب ملاتړ نړیوالې مرستې انحصار کړې دي او یوازې د یادو مرستو دوه سلنه هزاره ګانو ته رسېږي. ملګري ملتونه باید افغانستان ته پام وکړي، ځکه تاریخ د دوی کړنې ساتي.

د یلدا رویان دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي و، چې یاد سازمان د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو محدودیتونو، ناقانونه وژنو، اجباري ورکېدلو، خپل سرو نیولو، د اقلیتونو حقونو ته درناوي او بیان آزادۍ ته په اندېښنه کې دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ