د افغانا نجونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې: د «طالبانو په اصطلاح بهرنیو چارو وزیر» سره مې ونه غوښتل ناسته کې ګډون وکړم

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د بشر حقونو او ښځو چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وایي چې قطر کې یې د طالبانو هیئت سره له لیدنې مخنیوی کړی.

نوموړې زیاته کړې چې له ډېرو مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلې چې یاده ناسته کې ګډون ونه کړي.

امیري په یو ټوېټ کې لیکلي چې د طالب مشرانو سره هغه وخت ناستې او تعامل ته چمتو ده؛ چې دوی د ښځو حقونو په ګډون د افغانانو د بشر حقونو د رعایت لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.

نوموړې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي؛ چې له طالبانو سره. نړیوالې ټولنې قوي تعامل سربېره افغانستان کې د طالبان اوسنۍ موضع نیولو او کړنو د افعانستان ښځو او نجونو د حقونو برخه کې کومه مانا لرونکې پایله نه ده ترلاسه شوې.

افغانستان کې د بشر او ښځو حقونو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړې؛ چې له طالبانو سره د خپلو همکارانو له لیدنو ملاتړ کړي. نوموړې ویلي:« موږ باید له دوی سره وګورو؛ خو که د مانا لرونکو کړنو څرک ولږېږي.»

د امیري دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې د طالبانو هیئت او امریکایي لوري د تېرې اونۍ چهارشنبه او پنج شنبه په ورځو دوحه کې ولیدل.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا لیدنه د طالبانو هیئت سره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په مشرۍ دوحه کې ترسره شوې.

په یاده لیدنه کې امریکایي هیئت افغانستان کې ددالقاعدې په څېر ترورېسټي ډلو له شتون هم اندېښنه څرګنده کړې.

د یادې اعلامیې په بنسټ؛ پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه د یادې لیدنې اصلي محور وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ