د بشري حقونو د څار بنسټ: د ښوونځیو بند پاتې کېدل د هېواد لپاره وېجاړوونکې پایلې لري

لخوا Aamaj News

له زده کړو څخه د نجونو د ٣٠٠ ورځني بې برخې کېدو په مناسبت، د بشري حقونو د څار بنسټ د شپږو وتلیو افغان مېرمنو نظرونه خپاره کړي دي. هغوی ټولې ښوونځیو ته د نجونو د راستنېدو غوښتونکي شوې دي.

دغه بنسټ نن (چهار شنبه د چنګاښ ٢٢مه) د یوې ویډیو په خپرولو سره خبر ورکړی چې د منځنۍ او لېسې له زده کړو څخه د طالبانو لخوا منع کېدل د دې لامل شوي چې د افغانستان نجوني ٣٠٠ ورځې له زده کړو پاتې شي.

د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا، دغه بندیزونه د نجونو، کورنیو او هېواد لپاره ویجاړوونکې پایلې لري.

د بشري حقونو د څار بنسټ په دغه ویډیو کې د افغانستان د شپږو فعالو مېرمنو فلم جوړونکې تمنا ایازۍ، د بشر حقونو د څار څېړونکې سحر فطرت، خبریالانو یلدا حکیم او زهرا جویا، سندرغاړې الهه سرور او د ښځو برخې فعالې هیله یون سره مرکه کړې ده.

د بشري حقونو په څار کې د ښځو د حقونو د مرستیالې څېړونکې او د یادې پروژې چمتو کوونکې، سحر فطرت وایي: «د نه منلو وړ ده چې موږ په ٢٠٢٢ کې د دې په اړه بحث وکړو چې آیا نجونې باید د زده کړې حق ولري او که نه.»

نوموړې ویلي چې نړۍ باید د افغانستان د ښځو آواز واوري او د دغه لړزوونکي ظلم د پای لپاره لا ډيرې هڅې وکړي. فطرت زیاته کړې چې «هره ورځ په ملیونونو افغان نجونې داسې فرصتونه او هیلې له لاسه ورکوي چې بیا یې هېڅکله نه شي ترلاسه کولی.»

طالبانو د واک تر لاسته راوړلو وروسته، نجونو ته تر شپږم ټولګي د لوړو ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

ټاکل شوې وه چې د نجونو ښوونځي تر میاشتو تړلي کېدو وروشته د روان لمریز کال په لومړیو کې پرانیستل شي؛ خو د طالبانو د پوهنې وزارت په هماغه ورځ خبر ورکړ چې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې به تر بل امر پوري تړلې پاتې وي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ