ملگري ملتونه: موږ له ټولنې څخه د افغانستان ښځو او نجونو تدریجي لرې کولو او د دوی په وړاندې د وروستي ظلم شاهدان یو

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو د بشرحقونو عالي کمېشنره مېشل باشله وایي؛ نړۍ له ټولنې څخه د افغانستان ښځو او نجونو تدریجي لرې کولو او د دوی په وړاندې د وروستي ظلم شاهداه ده.

نوموړې نن (جمعه د چنګاښ ۱۰مه) په ژېنوا کې د ملګرو ملتونو د بشرحقونو شورا په پنځوسمه ناسته کې ویلي؛ چې اوس وخت کې ښځې او نجونې ټولو تېرو لسېزو کې د خپلو حقونو ترلاسه کولو څخه مهم او چټک شاتګ تجربه کوي.

نومووې زیاته کړې؛ چې د یاد وضعیت په دوام سره به د دې ښځو راتلونکی نور هم تیاره وي. نوموړې په ناسته کې ټولو ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: « مسوولیت زموږ ټولو پر غاړه دی، موږ باید دا ډاډ وکړو کړو چې د ټولو ښځو او نجونو له حقونو ساتنه شوې او پراختیا مومي.»

نوموړې په کور دننه له ښځو سره لیدنو ته په اشارې سره زیاته کړه؛ چې دوی له طالب چارواکو سره په مستقیم او حضوري بڼه خبرې اترې غواړي.

نوموړې له طالبانو غوښتي چې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستلو نېټه مالومه کړي او مانا لرونکو خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

باشله ټینګار کړی؛ چې طالبان دې پر ښځو بندیزونه کم کړي او نورو اسلامي هېوادونو په څېر دې ورته د کار او زده کړو لارې چارې برابرې کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ