د بریتانیا ګډ پوځ پخوانی رئیس: لویدیځ دې طالبان په رسمیت وپېژني

لخوا Aamaj News

د بریتانیا د پوځ پخواني رییس، ډیوېډ ریچارډز له نړۍ غوښتي چې د “افغانستان نوې رهبرۍ” سره کار وکړي.

نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې لویديځ باید طالبان په رسمیت وپېژني تر څو خلک له یو اندښمن انساني ناورین څخه وژغورل شي.

نوموړي زیاته کړې: “غربي هېوادونه باید په عاجزۍ سره په افغانستان کې خپله ناکامي ومني.”

دا په داسې حال کې ده؛ چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دې هېواد اقتصاد د بهرني ملاتړ له لاسه ورکولو له امله له سقوط سره مخ شوی او د هېواد له نیم څخه زیات جمعیت د لوږې له خطر سره مخ دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ