د سرپل ولایت په بلخاب کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو د وژنې له راپورونو وروسته، د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا ویلي چې طالبانو په یاد ولایت کې په بشر ضد جنایتونو لاس پوري کړی دی.
د ژغورون لپاره د ملي مقاومت شورا زیاته کړې چې طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د لېونيو په څېر د ملکي وګړو په عامه وژنه لاس پورې کړی.
د یادې شورا په اعلامیه کې چې (سه شنبه د چنګاښ ٧مه) خپره شوې، راغلي چې پر بلخاب ولسوالۍ د طالبانو له پراخ یرغل وروسته، دوی په سترو او شرمنوونکو تراژدیو لاس پورې کړی او لاهم د دغو تراژدیو اړخونه د پراخېدو په حال کې دي.
په اعلامیه کې راغلی: «د بلخاب خوج او قم کوتل ته د طالبانو د وحشي پوځ تر دننه کېدو وروسته طالب پوځیان د جګړې په دوهمه او درېمه ورځ بشر ضد جنایتونه ترسره کړي او د لېونیو په څېر په یې عامه وژنه او د بې دفاع خلکو د کورونو په سوځولو او کډه کولو لاس پورې کړی.»
د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا څرګنده کړې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي د طالبانو لخوا وژل شوي او د یو شمېر مړي پر لاره کې پراته او خراب شوي.
همدارنګه په اعلامیه کې راغلی: «په هوش او خالرپروشان کلیو کې ډېر شمېر کورونه چې اوسېدونکي یې د طالبانو له وحشته په دې جنګ کې بې ځایه شوي وو، د دوی وحشي ځواکونو لخوا سوځول شوي او د خلکو شتمنۍ چور شوې دي.»
یاده شورا د طالبانو د جایتونو د غندلو په ترځ کې، د بشري حقونو له ملاتړو نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د بلخاب د خلکو پر وړاندې د جنګي جنایتونو د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی واستوي.
دا په داسې حال کې ده چې پر بلخاب د طالبانو له یرغل یوه اونۍ کيږي.
له یوې خوا په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو د وژني راپورونه خپاره شوي او د بشري حقونو سازمانونه او بنسټونه په بلخاب کې د ملکیانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې؛ خو په ورته وخت کې طالبان د بلخاب په جګړه کې د ملکي وګړو مرګژوبله رد کوي.