د ژغورون لپاره د ملي مقاومت شورا: طالبان له دین څخه په لومړنۍ پوهې سره د خلکو په وژلو لاس پورې کوي

لخوا Aamaj News

د افغانستان ژغورلو لپاره د مقاومت شورا د طالبانو لخوا د ملکي وګړو د نیولو او او وژلو په غبرګون کې ویلي؛ چې طالبان له دین څخه په لومړنۍ پوهې د خلکو په ځپلو او وژلو لاس پوري کوي.

دغه شورا نن (یکشنبه، د غبرګولي ٢٢مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې؛ چې د طالبانو د واکمنۍ د هرې ورځې په تېرېدو سره، په افغانستان کې د ظلم، ډار اچوني او سیستماتیکي او هدفي وژنو لمن پراخیږي.

یادې شورا د افغانستان د خلکو وضعیت ته په اشارې سره ویلي؛ چې طالبانو د کورني او نړیوالو هیلو په خلاف وښودل چې د خلکو او د افغانستان د راتلونکي په اړه هیڅ ډول د مسولیت احساس نه لري.

د یادې شورا په وینا، طالبانو د دین څخه په لومړني پوهي د ښځو حقوق ترې اخیستي او د ملکي وګړو په نیولو، وهلو ډبولو او وژلو او د جنګي بندیانو په سر پرې کولو لاس پورې کوي.

د ژغورني لپاره د ملي مقاومت شورا زیاته کړې: «بشري حقوق، ښوونه او روزنه، انساني کرامت، عدالت، ولسواکي، اعتدال ګرایي، همپالنه، د قانون حاکمیت، حکومتولي او نور پراختیا‌ورکوونکي او انسان جوړوونکي ارزښتونو په څېر مفاهیم، د طالبانو تر حاکمیت لاندې په لرې غورځول شويو مفاهیم بدل شوي.»

دافغانستان د ژغورني لپاره د ملي مقاومت شورا همدارنګه په دې اعلامیه کې په پنجشېر کې د ملکي وګړو د نیولو او وژلو په اړه د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور پخلی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار بنسټ په یو راپور کې ویلي، طالبانو په ولایتونو کې ملکي وګړي د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور په ډله‌ییز ډول نیولي او وهلي ډبولي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ