د طالبانو په وړاندي مقاومت؛ کومې جبهې او د افغانستان په کومو سیمو کې د طالبانو په وړاندې جګړه کړي؟

لخوا Jamshid Wakili

په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته او د طالبانو له بیاځلې واک ته رسېدو څخه تر دې دمه چې تر لسو میاشتو زیاته موده کیږي، د طالبانو په وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بېلابېلې جګړه‌یزې جبهې له بېلابېلو جوړښتونو سره رامنځته شوي دي. لومړی په پنجشېر کې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې څخه بیا د افغانستان ازادۍ تر جبهې، د ازادګانو ملي جبهې او د جمعیت نور تر چریکانو پورې، پرله پسې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د شتون اعلان کړی؛ خو دا چې په ټول افغانستان کې څو طالب ضد جبهې په فعال ډول او د افغانستان په کومو سیمو کې فعالیت لري، په دې راپور کې څېړل شوې دي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهه

لومړنۍ او تر ټولو لویه طالب ضد جبهه ده چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ په لومړنیو ورځو کې د شتون اعلان وکړ. دغه جبهه د افغانستان ملي اتل احمد شاه مسعود د زوی، احمد مسعود په مشرۍ او د امرالله صالح، بسم الله محمدي، فضل احمد معنوي، صالح محمد ریګستاني او نورو سیاسي څېرو په همکارۍ، رامنځته شوه.

د مقاومت جبهه د هندوکش غرونو لمنو کې د تېر کال په ژمې کې د ولاړېدو وروسته د پسرلي په رارسېدو سره د پنجشېر، کاپیسا، پروان، تخار، بدخشان، اندرابونو او د بغلان نورو ولسوالیو په ګډون بېلابېلو سیمو کې خپل پراخ فعالیتونه پیل کړل.

د احمد مسعود په ګډون د یادې جبهې سیاسي مشران، اوس له افغانستانه بهر اوسیږي او پوځي قومندانان او چریکیان يې په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د ملي مقاومت جبهې غوښتنه د یو غیر متمرکز دولت جوړول او په واک کې د ټولو قومونو پراخ شتون دی.

د افغانستان ازادۍ جبهه

یادې جبهې له مقاومت جبهې لږ موده وروسته د شتون اعلان وکړ او د افغانستان په داخل او بهر کې په پوځي، مدني او کلتوري برخو کې فعالیت لري. د افغانستان ازادۍ جبهې مشري د تېر حکومت لوی درستیز، داکتر محمد یاسین ضیا په لاس کې ده او د دغو کسانو لوی شمېر پخواني پوځیان جوړوي.

د ازادۍ جبهې استازی، ډاکټر عاصم شرار له آماج سره په مرکه کې د یادې جبهې اصلي موخه د «طالبانو له تپل شویو غوښتنو څخه خلاصون» بولي. د یادې جبهې تر ټولو ډېر فعالیتونه په شمال او د بغلان، پروان، پنجشېر، کابل، کندهار، تخار، نورستان، لغمان، دایکنډي، بدخشان، سمنګان او سر پل ولایتونو کې دي.

د ازادۍ جبهه په اندرابونو کې له مقاومت جبهې سره ګډ بریدونه ترسره کړي؛ خو ښاغلی شرار د دغو دوو جبهو ادغام ناشونی بولي او زیاته کړې یې ده: «هر لوری چې د ظلم، استبداد او ځان غوښتنې په وړاندې مبارزه وکړي، د ستایلو وړ دی او له هغه لورو ملاتړ هم کړي.»

د افغانستان ازادۍ جبهې اکمالاتي سرچینه معلومه نه ده؛ خو شرار د طالبانو په وړاندې د یادې جبهې لاسته راوړنې د یادې جبهې د اکمالاتو لویه برخه بولي. شرار زیاته کړې چې د یادې جبهې چریکیانو په بېلابېلو بریدونو کې له طالبانو څخه زیات پوځي امکانات لاسته راوړي دي.

د ازادګانو ملي جبهه

د افغانستان د ازادګانو ملي جبهې د طالبانو له واک ته رسېدو یوه میاشت وروسته په کابل کې د شتون اعلان وکړ. د یادې جبهې تر ټولو ډېر غړي له افغانستان څخه بهر روڼ اندي او تحصیل کړي دي. د ازادګانو ملي جبهې مشري ډاکټر سلیمان په غاړه لري چې اوس په المان کې اوسیږي.

ډاکټر سلیمان له المان څخه د حقوق دوکتورا لري او په هغه هیواد کې پنځلس کاله د مدافع وکیل په توګه کار کړی دی. نوموړي همدارنګه په المان کې د یو سیاسي ګوند غړیتوب لري. د وردګ ولایت پخوانی امنیه قومندان، قومندان توره خېل، د غزني پخوانی والي، محمد داوود لغماني په څېر څېرې په یاده جبهه کې شتون لري.

د یادې جبهې یو غړی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلی، د ازادګانو ملي جبهې موخه «د طالبانو د کړنو په وړاندې مجبوریت» ګڼي. هغه زیاته کړې چې هیڅ پخوانی مطرح سیاستوال په دې جبهه کې شتون نه لري او د یو شمېر پخواني پوځیانو پرته، نور تحصیل کړي ځوانان دي.

د ازادګانو ملي جبهې دغه استازی زیاتوي چې دوی په لومړیو کې هڅه کړې چې د احمد مسعود په مشري ملي مقاومت جبهې سره یو شي؛ خو د طالبانو په وړاندې په تګلاره کې د نظر اختلاف له کبله، دوی جلا شوي دي.

د ازادګانو ملي جبهې له طالبانو سره هر ډول هوکړه رد کړې او یواځې د دوی په وړاندې مبارزه د حل لاره بولي. یاده جبهه د نورو جبهو په خلاف تر ټولو ډېر فعالیت د افغانستان په سویل کې کوي.

د ازادګانو ملي جبهې د فعالیت سیمې بادغیس، کندهار، هلمند، خوست، غزني، غور، لوګر، کابل، پروان، کندز، تخار، پکتیا، بغلان او پنجشېر ولایتونه دي. د ازادګانو جبهې استازی «له هیواد بهر د وطن دوستو کسانو مرستې» د یادې جبهې اکمالاتي سرچینه بولي.

سپاه ازادي

سپاهیان ازادي د لومړي ځل لپاره د ١٤٠٠ کال د کب په لومړۍ ورځ په کابل کې د یو ویډیو په خپرولو د شتون اعلان وکړ. د یادې جبهې مشري احمد شاه مسعود ته نږدې کس، محمد جهش له المان هیواد څخه په غاړه لري. محمد جهش د احمد شاه مسعود د شهادت نه درې میاشتي وړاندې د زده کړو دوام او اړیکو جوړولو په موخه د مسعود لخوا المان ته استول شوی و.

له جهش څخه په نقل قول، کله چې هغه بېرته هیواد ته راستون شو مسعود یې د هغه په یارانو، همسنګرو او د کورنۍ په غړو کې په هیچا ونه لید. بالاخره په افغانستان کې د نظام د پرځېدو شپږ میاشتې وروسته د طالبانو په وړاندې په مبارزه ملا وتړله.

جهش وایي: «سپاهیان ازادي؛ طالبان د ښایست، سولې او ازادۍ دوښمنان بولي او د سپاه ازادۍ وسله به لاسي دوښمن په نښه کوي او د افغانستان د خاورې او سرلوړي ملت لپاره به بیا ازادي راولي.»
سپاه ازادي د طالبانو جګړه د غیر پښتون توکمونو په وړاندې د پښتنو جګړه بولي.

محمد جهش له آماج سره په مرکه کې مني چې دوی په ډېر تمرکز پر سویلي ولایتونو کې ولري او د ډیورند هاخوا د طالبانو ځالې به تر برید لاندې راولي. هغه په دې باور دی چې باید په پنحاب کې طالبان په زیانمنولو له پنحشېر، تخار او بدخشان څخه وشړي.

تر دې دمه د سپاه ازادي ډېر فعالیتونه د بغلان په ده صلاح، دره قاسان، جلګه، کهمرد و سیغان، اندراب، خوست او فرنګ ولسوالیو، د بدخشان په کشم او درایم ولسوالیو، د بلخ په مارمل، د سمنګان په دره صوف او د سرپل، فاریاب، تخار، غزنی او کندهار په ځینو سیمو کې دي.

خو په مختلفو سیمو کې د دغو طالب ضد جبهو د شتون اعلان او طالب ضد فعالیتونو د ادعا سربېره، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسول، علي میثم نظري د جګړې په ډګر کې د ملي مقاومت جبهې پرته د بلې هري جبهې شتون رد کوي. نظري آماج ته وویل: «په هغو سیمو کې چې موږ فعالیت لرو بل فعال کس مو نه دی لیدلی او لکه څرنګه چې مو تل ویلي، موږ د هرې ډلې او جبهې چې د خلکو او هیواد د ازادۍ لپاره مقاومت کوي، هرکلی کوو.»

په کاپیسا کې د ملي مقاومت جبهې یو قومندان هم آماج ته وویل چې په دې ولایت کې د ملي مقاومت جبهې پرته هیڅ خوځښت او فعالیت شتون نه لري. د مقاومت جبهې دغه استازی زیاته کړې: «په لومړیو کې د اکمل امیر، قومندان کامران او د تخار پخواني امنیه قومندان اکرام الدین په ګډون د ازادۍ جبهې قومندانان غوښتل چې په کاپیسا کې دغه جبهه فعاله کړي؛ خو بریالي نشول.»

خو د مقاومت جبهې دغه قومندان، په پروان ولایت او د جبل السراج په ځینو سیمو کې د ازادۍ جبهې فعالیتونه مني.

شته وضعیت ته په پاملرنې داسې برېښي چې د افغانستان جګړه لا نده ختمه شوې او ټولې خواوې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره جګړه کوي. بل خوا طالبانو هم نه ده څرګنده کړې چې له دې ورسته د واک لېږد د خلکو د رایې له لارې ترسره کیږي او که د وسلې په زور.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ