د امريکا د مذهبي آزادۍ نړيوال کمېسيون افغانستان د مذهبي آزادۍ له پلوه تر ټولو بد هېواد بللى دى

لخوا Aamaj News

د امريکا د مذهبي آزادۍ نړيوال کمېسيون پرون په خپل کلني راپور کې افغانستان د مذهبي آزادۍ له پلوه تر ټولو بد هېواد بللى دى.

دغه کمیسیون د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

دغه راپور وايي، داسې کره شواهد شته چې طالبان د عیسویانو او ملحدانو په ګډون دیني اقلیتونه کور په کور لټوي او هغوی یې اړ کړي چې خپلي عقيدې پټي کړي.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته مذهبي اقلیتونه د خپلو مذهبي عقایدو په خاطر ځورول شوي او نیول شوي او وژل شوي دي.

په راپور کې د هزاره ګانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي یادونه شوې او پر مذهبي اقلیتونو د داعش د بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې ګڼ شمېر سیکان او هندوان له هېواده وتلي او ځینې نورې مذهبي ډلې اړ شوي چې خپل مذهبي مراسم په پټه ترسره کړي.

په ورته مهال کې د امریکا د مذهبي چارو د ازادۍ کمیسیون د دې هیواد  بهرنیو چارو وزارت ته وړاندیز کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان دې د مذهبي ازادۍ له اړخه یو له بدو هیوادونو په لست کې شامل شي.

دغه کمېسیون له امریکايي چارواکو غوښتی چې افغانستان دې د خاصو اندېښنو لرونکو هېوادونو په صف کې ځای کړي او له طالبانو سره په خبرو کې دې مذهبي ازادۍ ته لومړیتوب ورکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ