نړیوالې عفوې له طالبانو څخه د اجمل حقیقي او همکارانو د ژر خوشي کېدو غوښتنه وکړه

لخوا Aamaj News

د عفوې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي؛ چې د طالبانو لخوا د اجمل حقیقي او د نوموړي د همکارانو نیول او «اجباري اعتراف» په افغانستان کې د بیان پر آزادۍ ښکاره برید دی.

نړیوالې عفوې ټینګار کړی؛ چې طالبان باید یاد افغان یوټیوبر او درې همکاران یې له کوم شرط پرته ژر تر ژره خوشي کړي او د چا نظریات دې نه سانسور کوي او د عقیدې سانسور ته دې د پای ټکی کېږدي.

په یاده اعلامیه کې د نړیوالې عفوې د آسیا برخې یوې غړې سمیرا حمیدي څخه په نقل قول ویل شوي: «له هغه وخت څخه چې افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، خلک یې ځورولي او د دوی له تاوتریخوالي سره مخ دي.»

حقیقي د جامو موډل وو او په خپل نوم يوټیوب کې یو چینل لري. دا چینل بېلابېل ټولنیز او خندونکي موضوعات خپروي.

د طالبانو استخباراتو لخوا په خپره شوې ویډیو کې اجمل حقیقي له تړلو لاسونو، ناسمو وېښتو او د بندخونې په جامو کې لیدل کېږي. نوموړي د «قران کریم آیت ته په سپکاوي» او خپل جرم باندې اعترف کړي.

لا څرګنده نه ده چې د اجمل حقیقي دا ویډیو او اعتراف په څه ډول شرایطو کې ضبط شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ