د پاکستان اسلام آباد کې افغان کډوالو له څلوېښت ورځو وروسته خپله چوپتیا ماته کړه او د یو پرېکړه لیک په ترڅ کې یې خپلې غوښتنې وویلې.
دوی وایي؛ چې تېرو څلوېښت ورځو کې یې د چا لخوا غږ وانه ورېدل شو او د سوزونکي لمر لاندې یې سختې ورځې تېرې کړې و یو ځل بیا یې خپلې غوښتنې وړانذې کړې او خپلو د کډوالۍ دوسیو ته د لاسرسي غوښتونکي شول.
دغه لاریون کوونکو کډوالو له نړیوالې ټولنې، بشرحقونو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ څخه د خپلو کډوالۍ دوسیو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه.
لاریون کوونکي کډوال وایي؛ تر هغې چې د نړیوالې ټولنې او کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ لخوا د دوی غوښتنې ونه منل شي؛ خپل لاریون ته به دوام ورکوي.
دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي؛ چې په وړاندې یې دوهګونی چلند ونه شي او د اوکرایني کډوالو په توګه ورسره تعامل وشي.
د یادونې وړ ده؛ چې تېرو څلوېښت ورځو کې، تر اوسه نړیوالو بنسټونو و کډوال منونکو هېوادونو په پاکستان کې د افغان کډوالو بد وضعیت او لاریونونو په اړه څه نه دي ویلي.