د ګډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) نن (دوشنبه، د دلوې ۴ مه) راپور ورکړی چې هره ورځ څه باندې درې زره افغانان له ایران څخه بېرته ګرځي.
د یاد سازمان په وینا؛ له ډلې ډېری خلک په زور او تاوتریخوالي سره له ایران څخه وېستل کېږي.
د کډوالو نړیوال سازمان په یاد زاپور کې زیاته کړې، چې افغانستان له یو پېچلي بشردوستانه کړکېچ، د بې کارۍ لوړې پوړۍ، جدي خوراکي ناامنۍ او د امنیت په تړاو د ډاډ له نشون سره مخ دی.
دغه بنسټ زیاتوي؛ چې ټول هېواد کې ۵،۵ میلیون کسان بېځایه شوي چې څه باندې یو میلیون افغانان هم په ۲۰۲۱م مال کې افغانستان ته ګرځېدلي او یا هم د کوربه هېوادنو له خوا ویستل شوي.
د روان کال اسد میاشتې ۲۴ مه نېټه په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره، ایران او ترکیې هېوادونو ته د ناقانونه کډوالیو نوې څپې پیل شوې دي.