سور صلیب: وچکالي، اقتصادي او روغتیايي ناورین ټول افغانستان اغېزمن کړی

لخوا Aamaj News

د سره صلیب نړیوالې فدراسیون په یو راپور خپرولو سره په افغانستان کې د بېوزلۍ، اقتصادي ستونزو او روغتیایي کړکېچ په اړه خبرداری ورکړی.

د سره صلیب فدراسیون ویلي چې د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي د کړکېچونو د جوړښت له امله بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

یادې فدراسیون نن (پنجشنبه د غبرګولي ۲۶مه) د افغانستان په اړه د یو راپور خپرولو سره څرګنده کړې؛ چې ناورین راوړونکي انساني وضعیت ته په کتو سره یې د ۲۰۲۳م کال د ډسېمبر تر ۳۱ پورې خپله بېړنۍ غوښتنه له ۳۶ میلیون فرانک څخه ۸۰ میلیون فرانک ته لوړه کړې ده.

یاد بنسټ خپل راپور کې زیاته کړې؛ چې وچکالۍ، شخت اقتصادي او روغتیایي کړکېچ ټول افغانستان اغېزمن کړی.

سره صلیب یاده غوښتنه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۲ میلیون کسانو سره د مرستې لپاره کړې ده، هغه شمېر چې د یاد بنسټ په باور د افغانستان زیان لیدلي جمعیت ۱۰ سلنه جوړوي.

د سره صلیب په وینا، د ښځو د ګډون او لږکیو باندې محدودیتونو او له پولې بهر او په کور دننه هېواد کې بېځایه کېدو دا سخت وضعیت لا پراخ کړی.

د سره صلیب نړیوالې فدراسیون د راپږر په دوام کې لیکلي؛ چې د عامه خدمتونو په سیستم کې اختلالونو په افغانستان کې پانګونې کمزورې کړې دي.

سره صلیب زیاته کړې: «وړاندوینه کېږي چې څه باندې له پینځو کالونو د کم عمر لرونکي ۵۰ سلنه ماشوم له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.»

همداشان په یاد راپور کې بېکاري، کمزوری روغتیایي سیستم، په روغتیایي سیستم کې درځونه، انرژي او عمومي خدمتونه پر خلکو د فشار نور لاملونه بلل شوي.

د سره صلیب نړیوالې فدراسیون دا اندېښنې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان اوسېدونکي د وروستیو بدلونونو په لړ کې له پراخو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

مرسته کوونکو سازمانونو او د نړۍ هېوادونو په څو ځلې دې هېواد کې له خراب بشري وضعیت څخه اندېښنه ښودلې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ