د مسعود په مقبره کې د طالبانو نڅاوو او سندرو ته غبرګونونه; رحماني: دا خرمستۍ به د طالبانو ژوند لنډ کړي

لخوا Aamaj News

د افغانستان د ملي اتل مقبرې ته څېرمه د طالب ځواکونو د نڅا او سندرو د ویدیو د خپریدو په اړه د ولسي جرګې پخواني غړي عارف رحماني په غبرګون کې وویل: «څرګنده ده چې دا خرمستۍ به د دغې ډلې ژوند لا لنډ کړي.»

ښاغلي رحماني په یو ټویټ کي لیکلی: «په پنجشیر کې د طالبانو عقدې خلاصول د احمد شاه مسعود مقبرې ته له سپکاوي نه زیات, د پنجشیر له سپکاوي او د تاجکانو توهین نه زیات, د باطني خباثت، لړلې روحیې، ټیټ شخصیت او د واکمنې ډلې محدود ظرفیت ښکارندوینه کوي.»

له بلې خوا له طالبانو سره د جمهوريت د مرکچي پلاوي غړې فوزیې کوفي وايي، مسعود د ازادۍ، همپالني او د افغانستان د وقار سمبول و.

میرمن کوفي لیکي: «هغه زموږ د هیواد او خلکو درناوی کاوه، زموږ د سرلوړۍ او خپلواکۍ لپاره یې دومره ټینګ بنسټ کېښود چې ډیرو نسلونو یې تقلید کړی دی. زه خوښه یم چې حتی د هغه قبر به تاسو د څو شیبو لپاره انساني ژوند ته بوځي چې موسیقي او نڅا یې یوه برخه ده.»

په همدې حال د پوهنتون استاد یعقوب یسنا د طالبانو د کړنو په تړاو ویلي، چې له مسعود وروسته به قومي عصبیت لاره چېرته نه وړي.

هغه پخپل ​​ټویټر کې لیکلي: «احمد شاه مسعود د افغانستان د معاصر تاریخ په منځ کې دی. هغه په ​​پرېکنده حضور سره وښودله چې هغه وخت افغانستان د یوه هېواد په توګه شتون درلودلای شي چي د یو قومي عصبیت او ظلم پای ته ورسيږي، ټاکنې او په سیاست او حکومتولۍ کې ملي مشارکت وشي.»

د احمدشاه مسعود مقبرې ته څېرمه د طالبانو نڅا او سندرې ویلو ته په غبرګون کې د هېواد شاعر او لیکوال غفران بدخشاني وايي چې په پنجشیر کې د اوغان اتڼ د اوغان تر تاجک وژني بد نه دی.

هغه په یو ټویټ کي لیکلی: «اوغان په پنجشیر کې زموږ د ژوند حق اخیستی دی. موږ د دې ډول ظلم په وړاندې چوپ یو، خو اتن پر موږ بد لګېدلی. پنجشير په خپل ځای کېږدئ، که تاسو تاجیکان یاست لومړی اوغان له خپل دنني څخه وباسئ.»

له بلې خوا د طالبانو تر ادارې لاندي د پوليسو پخوانی وياند جنرال مبين د دې موضوع اړوند وايي، چې د آرامګاه او هغه ځای چي طالبانو نڅا کړې ډېر واټن لري.

هغه لیکي: «ځینې چیغې کوي چې طالبان د خاین مسعود پر قبر نڅا کوي، نه، قبر ډیر لیرې دی، جوړ شوی ځای د اتڼ لپاره دی.»

اړوند لیکنې

7 تبصرې

1055 The Point November 4, 2023 - 6:47 pm

Thank you for great article. I look forward to the continuation.

ځواب
newsmax live stream November 7, 2023 - 5:43 pm

So great to find someone with some original thoughts on this topic. Really..

ځواب
bbc news fars November 10, 2023 - 9:55 am

Thank you for starting this up. This website is something that is needed on the internet someone with a little originality! Watch bbc news fars

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 9:44 am

very informative articles or reviews at this time.

ځواب
live racing meydan November 15, 2023 - 4:03 pm

Nice post. I learn something totally new and challenging on websites

ځواب
Newsmax TV Live November 27, 2023 - 3:45 am

I like the efforts you have put in this regards for all the great content.

ځواب
How to Listen to SiriusXM Radio Online November 27, 2023 - 9:38 am

very informative articles or reviews at this time.

ځواب

یو نظر پریږدئ