د پنجشېر د نښتو په اړه غبرګونونه؛ رحماني: اوس به پوه شوي وي چې د «خرمستۍ» لګښت ډېر دی

لخوا Aamaj News

په پنجشېر ولايت کې د مقاومت جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تيري شپې نښتي او د مقاومت کوونکو لخوا دغه ولايت د ځينو برخو د نيولو ادعا د يو شمېر سياسي څېرې، د رسنيو د فعالانو او د ټولنيزو شبکو د کاروونکو غبرګونونه راپارولي دي.

د ولسي جرګې پخواني غړي، عارف رحماني د دې مسئلې اړوند په یو ټویټ کي ليکلی: «اوس دوی باید پوه شوي وي چې د دوی د خرمستیو لګښت خورا لوړ تمام شوی دی.»

له بلې خوا د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو قوماندان، بریالی سنګین ویلی دی: «اوس یوازې د يرغلګرو ترهګرو په وړاندې په وسلو خبري وشي.»

هغه زیاته کړې: «ترهګر او د هغوی سیمه ییز اجیران به ډېرې سختې ورځې تجربه کړي»

له بلي خوا د ولسي جرګې پخوانی غړی میر حیدر افضلي وايي، په چریکي او پارتیزاني جګړو کې د جغرافيې ځمکو تر نیول, دښمن ته مرګ ژوبله، ګوزار او ویره پیدا کول مهم دي.

په ورته وخت کې لیکواله او د ښځو فعاله ډاکټره فرح مصطفوي وايي: «که وطن له اشغال او انحصاره خلاص شي، نو نجونې به هم ښوونځيو ته ولاړې شي، د انسانانو فطري حقونه به سیاسي وسيله و نه ګرځول شي. زما هویت او ژبه به تر یرغل لاندي نه راځي، او زه به زما د فارسي تمدن پنځه زره کلن تاریخ ته پردی و نه ګڼل شم.»

دا په داسي حال کې ده چي د مقاومت جبهې ادعا کړې چې په پنجشیر کې د تیرې شپې د نښتو په پایله کې یې د دغه ولایت ځینې برخې نیولي او تر ۲۰ زیات طالبان یې وژلي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په پنجشېر، تخار او نورو سيمو کې هیڅ پوځي پېښه نه ده شوې.

هغه زیاتوي چې په «باغي» کړۍ په ټولنیزو رسنیو کي داسي ادعاوي خپروي چې حقیقت نه لري.

مجاهد په یو ټویټ کي لیکلی: «هیڅوک دي اندیښنه ونه لري.»

هغه په دوام کي ویلی چي، په پنجشېر، تخار او نورو سيمو کې د طالبانو زرګونه سمبال طالب ځواکونه شتون لري او دښمن ته به د منفي حرکت وخت ورنه کړل شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ