د مسعود په مقبره کې د طالبانو نڅا او سندرو په اړه غبرګونونه؛ نبيل: د حکمتيار کور ته ځي؛ خو د مسعود پر قبر اتڼ کوي

لخوا Aamaj News

د افغانستان د ملي اتل احمد شاه مسعود مقبرې ته څېرمه د یو شمېر طالب ځواکونو د نڅا او سندرو د ویدیو له خپرېدو وروسته یو شمېر سیاسي څېرو د طالبانو پر دغه کړنه نیوکه کړې او یو ملي شخصیت ته سپکاوی بللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې طالبان د حکمتیار کور ته ورځي؛ خو د مسعود پر قبر اتڼ کوي، دا له تعصب پرته بله معنا نه لري.

ښاغلي نبیل زیاته کړې چې د طالبانو دا کار احمدشاه مسعود ته سپکاوی نه, بلکې دا د پښتنو دود او ټولنیزو اړیکو ته سپکاوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د تښتېدلي ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون کې لیکلي چې طالبانو دا ځل د احمد شاه مسعود مقبرې ته په نڅا او سندرو سپکاوی کړی دی.

هغه زیاته کړې: «دا سپکاوی د دیني او وطني دلایلو د ذخیرې لپاره یو بل ثبوت زیاتوي چې د جاهلیت، تبعیض او تعصب د ملېشو پر وړاندې په وسلو سره مشروع دفاع او پاڅون پای ته نه دی رسېدلی بلکې ورو ورو ګرمیږي.»

هغه وویل چې طالب خپله اصلي څېره نوره هم ښکاره کړې او له دې ډلې سره د تفاهم ژبه هغه څه ده چې پرې پوهیږي – د ټوپک ميل.

د جمهوري رياست د دورې والي محمد حليم فدايي هم دغه ډول حرکتونه قومي تعصب او تفرقه اچوونکي وبلل او هغه یې د ټولو ديني ارزښتونو خلاف کار بللى.

په همدې حال کې شاعر او لیکوال نجیب بارور هم پر همدې موضوع لیکلي دي: «پنجشیري باید یادونه وکړي. پنجشیري باید د پښتنو ټول جنایتونه په یاد ولري. پنجشیری باید وګوری چی څنګه په خپل کور کي تر برید لانډي راځي او وژل کیږی. پنجشیری د تاریخ د شهیدانو د سردار ستر مسعود په مقبره کی د پښتون نڅا  آرشیف کړي. که د پنجشیر ننی نسل د احمدشاه دراني او رحمان بابا په مقبرو کې د پنجشیر د قرصک د سرته رسولو اراده ونه لري، نور به زموږ د مبارزې په لیکه کې نه وي.»

ښاغلی بارور څرګنده کړې: «پښتانه پر موږ د احمد شاه دراني او رحمان بابا د مزارونو د ملي قرصک (اتڼ) پوروړي دی, سرته یې رسوو.»

دا ټول په داسې حال کې دي چې پرون په پنجشیر ولایت کې د قومندان احمدشاه مسعود مقبرې ته څېرمه د طالبانو د سندرو او اختریز اټن ویډیووي په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ