د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني ویاند لخوا د جنسي ګټې اخیستنې او جبري نکاح د ادعا په اړه پراخ غبرګونونه

لخوا Aamaj News

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني ویاند، سعید خوستي له خوا د هغه د ناوړه چلند او جنسي ګټې اخیستنې او جبري نکاح په اړه د ملي امنیت ریاست د یو جنرال لور، الهې د ویډیو او ادعا له خپرېدو وروسته له سختو نیوکو او پراخ غبرګونونو سره مخ شوی.

ديني عالم، مولوي حبيب الله حسام وويل، د الهې په څېر ښځې «د ملت تر پښو لاندې شوی عزت دی.»

ښاغلي حسام په سختو نیوکو سره زیاته کړې چې نن ورځ د افغان ښځو وضعیت د «خوارجو په نزد» د ام المومنین عایشه، په شان دی.

دغه ديني عالم همداراز د الهې خبرو ته په اشارې سره ویلی: «د هر با وجدانه انسان زړه ستا لپاره زخمي دی او ستا مظلومانه اوښکې او د ستوني بغض د مقاومت تفسیر کوي.»

په ورته وخت کې خبریال، سمیع دره‌یی د خواشینۍ په څرګندولو سره په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: «په رښتیا چې مې د هډوکو ماغزه کړیږي.

هغه همدا ډول زیاته کړې: «آیا شمالي وال او تاجیکانو د خوستي یرغلګرو دا بې ناموسي هېرولی شي؟»

دا غبرګونونه په داسې حال کې راپورته کېږي چې په کابل کې د طب محصلې الهې آماج ته وایي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني ویاند له لوري تر شکنجې او جنسي ګټې اخیستنې وروسته په زور نکاح شوې ده.

له دې ادعا یوه ورځ وروسته سعید خوستي له خلکو بښنه وغوښته او ویې ویل چې د نکاح خبره رښتیا ده، خو جنسي تېری تور لګونه ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ