د طالبانو جرګې په اړه غبرګونونه؛ «جرګه کوم دردته نه درمل کېږي؛ د طالبانو د رژیم اصلي ستونزه د واک انحصار دی»

لخوا Aamaj News

د طالبانو واکمنۍ نږدې یوولس میاشتو او د داخلي مقبولیت او نړیوال مشروعیت نه ترلاسه کولو وروسته، اوس داسې برېښي چې د لویې جرګې په جوړولو دغو موخو ته د رسېدو پسي دي؛ خو طالبانو لا تر اوسه د یادې ناستې د اجنډا په اړه چې د رواني اونۍ د چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي څه نه دي ویلي.

خو په تېر حکومت کې د ولسي جرګې غړي، میر حیدر افضلي په یو ټویټ کې لیکلی: «د طالبانو په لویه جرګه کې په هیواد کې دننه او بهر مشرانو او سیاستوالو څخه څوک ګډون نه کوي، ښایي د نجونو د ښوونځیو مشروط پرانیستل او د ښځو حقوق له هغو مواردو څخه وي چې په اړه یې بحث کیږي.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي وحید فقیري په یو ټویټ کې لیکلي چې دا جرګه نه، بلکې د ملایانو ناسته ده.

د فقیري په باور، دا ناسته کوم درد ته نه درمل کېږي؛ ځکه د طالبانو د حکومت اصلي ستونزه د واک انحصار دی.

سیاسي فعال هارون رحیمي هم په یو غبرګون کې ویلي: «د طالبانو ځانګړې ننداره‌ییزه جرګه، د افغانستان د ګڼو ناورینونو په هوارولو کې مرسته نه کوي.»

ښاغلی رحیمي زیاته کړې: «که داسې وي چې جرګه ترسره شي باید ګډون کوونکي د یوې روڼي پروسې له لارې وټاکل شي او د جرګې اجنډا او داخلي جوړښت خلاص او روڼ وي. افغانستان ډيرې نمایشي جرګې لیدلي دي.»

دا غبرګونونه په داسي حال کې کیږي چې داسې ښکاري چې طالبانو خپل اړوندو څېرو او په فساد تورنو کسانو په راټولولو سره مشروعیت غواړي؛ خو کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د بحران یواځینۍ حل لاره د سیاسي واک د لېږد میکانیزم څرګندول ده، ځکه تر اوسه خلک نه پوهیږي چې له دې وروسته په افغانستان کې واک د رلیو په کارولو بدلون مومي که د توپک په زور.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ