د فاطمې ګیلاني خبرو ته د غبرګونونو دوام؛ “د وخت په تېرېدو سره معامله‌کوونکو، لابي‌ګرانو او وطن پلورونکو څېرې روښانه کېږي”

لخوا Aamaj News

د “جمهوریت دورې” د مرکچې پلاوي غړې فاطمې ګیلاني تېره ورځ د آنتالیا د ډيپلوماسۍ په مجمع کې وویل؛ چې د افغانستان ښځې بې له هېڅ ډول نژادي او تبعیضي لید لوري غواړي د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

د ګیلاني خبرې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي. یو شمېر کسانو نوموړې او کورنۍ یې په افغانستان کې پر خیانت تورن کړي او یو شمېر هم ویلي، چې ګیلانیان د پاکستان جاسوسان دي.

د غبرګونونو په دوام کې خبریاله فرحناز فروتن وايي؛ چې د ګیلانیانو ژوند او سیمې له پخوا څخه پاکستان ته ښې روښانه دي. فروتن لیکلي چې دې کورنۍ کالونه د “پاکستان استراتېژیکې ژورتیا” له امله له افغانستان سره خیانت کړی.

نوموړې زیاته کړې: “ګیلانیان در کرزي او غني په دورو کې لوړو ځایونو ته ورسېدل. دانه یې په افغانستان کې خوړله او هګۍ یې په پاکستان کې کړله.”

د فاطمې ګیلاني د خبرو په غبرګون کې، له غزني ولایت څخه په ولسي جرګه کې د خلکو پخوانی استازی، عارف رحمانی وایي؛ چې دا کورنۍ مشکوکه نه ده. ډېره واضح او ښکاره ده چې دا کورنۍ نسل په نسل کابل کې د واکمنو شریکه او د پاکستان او انګلیس د استخباراتي کړیو په خدمت کې ده.

خبریال حبیب‌خان توتاخیل ګیلاني جاسوسه بللې. نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکاي: “ګیلانیان د پاکستان جاسوسان وو او دي.”

د افغان فلم پخوانۍ رئیسې صحرا کریمي هم د فاطمې ګیلاني خبرو ته غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي: “د وخت په تېرېدو سره کم کم د وطن پلورونکو، معامله‌کوونکو او لابي‌ګرانو بدې او د فرصت غوښتنې څېرې روښانه کېږي؛ چې تېر شل کاله یې ټول سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او معیشتي امتیازونه انحصار کړي و او اوس په ټولې رسوایۍ سره د افغانستان خلکو له آزادۍ سره لوبې کړي.”

د دې سربېره د بشر حقونو فعاله کریستال بیات وایي؛ هغه حکومت چې خپله د فاطمې ګیلاني په خبره په زور راغلی و؛ خپله نوموړې کالونه د سرې میاشتې په څېر مهم بنسټه ریسه وه او د کورنۍ غړو یې ډېر پخواني امتیازونه حیف او میل کول.

بیات په داوم کې لیکلي؛ چې ګیلاني اوس د یوې بلې چوکۍ ترلاسه کولو لپاره طالبانو ته چاپلوسي کړي. د افغانستان خلک او د دې هېواد ښځې به څومره بدبخته وي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې نیلوفر جلالي کوفي د یادې موضوع په تړاو د لاریونوالو نجونو د یو انځور په خپرولو سره لیکلي: “یو د عدالت او آزادۍ لپاره مبارزه کړي او بله د ترورستي ډلې لپاره چاپلوسي کړي.”

په ورته وخت کې؛ د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله لور هیله نجیب هم غبرګون ښودلی او ویلي سې دي: “افغان ښځو او زموږ ملت د همدې لاسپوڅو له امله هېڅکله نه دي توانېدلي په خپله خوښه روغ نظام جوړ کړي.”

د افغانستان موسیقۍ انسټېټیوټ رییس ډاکټر احمد سرمست د یادو خبرو په غبرګون لیکلي: “فاطمه ګیلاني د خپل ځان او کورنۍ د ګټو استازې ده. نه د افغانستان نارینه او ښځو.”

سرمست زیاته کړې؛ چې ګیلاني د خپلو میراثونو او ګټو ساتلو لپاره، طالبانو ته “غوړه مالي او عیب پټونه” کړي.

دا په داسې حال کې ده چې فاطمه کیلاني تېره ورځ د آنتالیا د ډیپولماسۍ په مجمع کې وویل؛ چې د افغانستان اوسني واکمنان طالبان دي او نه باید تېر وخت ته وګورو چې چا جنایت وکړ او چا خیانت.

ګیلاني څرګنده کړه: “موږ باید خوښ ووسو. نور وخت نه لرو چې د تېرو ستونزو په اړه خبرې وکړو. زه له ښاغلي متقي سره همغږې یم چې افغانستان اوس له یو لاس څخه اداره کېږي.”

د پخواني دولت د مرکچي پلاوي دغه غړې زیاته کړې؛ چې د حل لارې کلۍ د افغانستان اوسني دولت په لاس کې ده. هغه ژمنې چې طالبانو لومړیو کې کړې وي، اوس یې باید عملي کړي.

فاطمې ګیلاني د پیر سید احمد ګیلاني لور او د انورالحق احدي مېرمنې په بریتانیا او ایران کې زدکړې کړې دي او یو ځل یې ویلي و، چې کله له جګړې وروسته تاریخ لولي، د طالب په وړاندې د درېدو او د ښاریانو په ځانګړي ډول د جګړې قربانیانو او ښځو له حقونو څخه د دفاع لپاره یې ګامونه لا پیاوړي کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ