په خانقاه کې د چاودنې په اړه د غبرګونونو دوام؛ معنوي: طالبانو د ټولو ترهګرو ډلو لپاره امن ځای جوړ کړی دی

لخوا Aamaj News

د کابل په سه راهي علاوالدین کې د خلیفه صاحب پر خانقا باندې د خونړي برید د غبرګون په دوام کې د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر، فضل احمد معنوي وايي چې طالبانو ټولو ترهګرو ډلو ته امن ځای ورکړی دی.

د دغه برید په غبرګون کې ښاغلي معنوي په یوه ټویټ کې لیکلي: «خلک د روژې په میاشت کې په داسي حال کي چي د خدای په ذکر بوخت وو شهیدان شول.»

هغه پر دې په ټينګار سره چې پر صوفيانو بريد پر انسانیت بريد دى، پر خلکو يې غږ وکړ چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي او خلکو ته يې ليکلي: «ټول د هغوى پر وړاندې سره يو شئ او د هغوى ټغر را ټول کړئ.»

له بلې خوا د افغانستان د اسلامي اخوت (ورورګلوي) د شورا مشر، مولوي حبیب‌الله حسام ویلي، چې په هر نوم، فکر او انځور کې ټول جریانونه او ډلې د طالبانو له منظومې سره تړاو لري.

هغه زیاتوي: «سرلیکي او بې ادرسه اعلاميې ټول امارتي وو او دي، د شل کاله وړاندي او اوسنۍ برنامې مجري یو دی, له بده مرغه د لوی شیطان خبیث نسل او پلویان يې اکمال, ملاتړ او مديريت کوي.»

دغه برید بهرني غبرګونونه هم راوپارولي دي. د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د پرونۍ حملې ته په اشارې سره په ټویټ کې ويلی: «دا بې معنی تاوتریخوالی باید پای ته ورسیږي او عاملین یې باید ځواب ووايي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم په یوه ټوېټ کې ویلي چې د خلیفه صاحب د خانقا په ګډون د تېرې اونۍ پر بې ګناه افغانانو باندې «بې ځایه» او «وحشتناک» بریدونه غندي.

هغه په دوام کي د دغو بريدونو د پاى ته رسېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې عاملين يې بايد د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک د خلیفه صاحب پر عبادتځي د تېرې ورځې برید له ۱۵۰ ډېر کسان وژلی او ټپیان کړی.

دغه برید داسې مهال وشو، چې خلک په یاد جومات کې په ذکر بوخت وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ