مقاومت جبهه: د طالب جنایت‌کوونکې ډلې په رسمیت پېژندل خیانت دی

لخوا Aamaj News

د طالبانو په رسمیت پېژندلو بحث پیلېدو په اړه د ملګرو ملتونو مرستیالې د خبرو په وړاندې غبرګونونو په دوام، مقاومت جبهې ویلي، چې د طالب جنایت‌کوونکې ډلې په رسمیت پېژندل خیانت دی.

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو کمیټې مسوول علی میثم نظري نن یو ټوېټ کې دا کړنه اندېښمنوونکې بللې او ویلي یې دي، چې د طالبانو «ترهګرې او جنایت‌کوونکې» ډلې په رسمیت پېژندل د افغانستان خلکو ته سپکاوی او خیانت دی.

د مقاومت جبهې بهرنیو اړیکو کمیټې مسوول ټینګار کړی دی، چې د افغانستان خلک هېڅ کله د طالبانو په رسمیت پېژندلو پرېکړه نه مني او څومره چې وخت ونیسي، د دې ډلې په وړاندې مقاومت ته به دوام ورکړي.

نظري زیاته کړې؛ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان ملاتړې شي او باید ترهګرې ډلې ته د مشروعیت ورکولو هر ډول هڅې څخه مخنیوی وکړي.

بل پلو د سولې او آزادۍ لپاره د ښځو خوځښت د ملګرو ملتونو د دې چارواکې څرګندونې د بشري حقونو ارزښتونو او د دې سازمان اصلي ماموریت خلاف بللې دي او ویلي یې دي، چې آغلې محمد د افغانستان خلکو لومړني حقونه نالیدلي نیسي.

د دوی په وینا؛ تېرې شل میاشتې طالبانو ښځې د افغانستان ټولنې عمومي حوزو څخه حذف کړې دي او حتی له کور بیرون تګ راتګ یې له دوی اخیستی دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان مرستیالې امینه محمد ویلي وو؛ چې «تمه» لري، د اصولو او شرطونو پر بنسټ، د طالبانو په رسمیت پېژندلو لارې ته د ګرځېدو لپاره لومړني ګامونه وپېژندل شي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

נערות ליווי בראשון לציון April 20, 2023 - 11:20 pm

Right here is the perfect website for anybody who wishes to find out about this topic. You know a whole lot its almost hard to argue with you (not that I personally would want toÖHaHa). You certainly put a new spin on a subject that has been written about for decades. Excellent stuff, just excellent!

ځواب

یو نظر پریږدئ