د امریکا پریسنتون پوهنتون کې، چې د افغانستان ولسي جرګې پخوانۍ غړې ناهیده فرید ورسره همکاري لري، د ملګرو ملتونو د مرستیالې امینه محمد څرګندونې، له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
د پرینستون پوهنتون د نړیوالو او عامه اړیکو پوهنځي کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستیالې ویلي چې «د طالبانو په رسمیت پېژندل» د دې ډلې مسوولیت منلو سره مرسته کړي.
نوموړې زیاته کړې چې تر راتلونکو دوه اونیو به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړو استازو سره وګوري. آغلې محمد زیاته کړې، چې طالبانو سره تعامل یوه اړتیا ده.په داسې حال چې افغانستان کې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو څخه د طالبانو لخوا بېبرخې شوې دي، د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالې دې خبرو پراخ غبرګونونه را پارولي دي.
د افغانستان ولسي جرګې پخوانۍ مرستیالې فوزیه کوفي ټوییټر کې له ناهید فرید پوښتلي، چې آیا نوموړې امنیه محمد ته د نظر، وړاندیز یا حل لارې څرګندولو وړاندې ویلي،چې د افغانستان په اړه خپله پوه زیاته کړي؟
ورته وخت د ښځو فعالې یلدا رویان لیکلي، چې ظاهراً د طالبانو په رسمیت پېژندل د ملګرو ملتونو پروګرام دی.اسماعیل سلیم ناهید فرید ته لیکلي:«له خپلې مشرې خور سره مو، له یو یخن سر راووېسټ؟!»
د پریسنتون پوهنتون همکاری ناهید فرید د ملګرو ملتونو مرستیالې سره خپل ګډ انځور خپرو کړی؛ څو توضیح یې نه ده ورکړې، چې ایا د امینه محمد له څرګندونو سره موافقه ده یا خیر؟