په شمال او بیا په ځانګړي ډول د تخار خواجه بهاءالدین کې د وزیرستاني پښتنو لخوا د تاجېکانو او اوزبېکانو د کورونو غصب د پخواني حکومت سیاسي څېرو، خبریالانو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي.
د جمهوریت والي محمد حلیم فدایي خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام افغانستان د کورنۍ جګړې په لور بیایي.
نوموړي په یو ټوېټ کې لیکلي چې د طالبانو دا کړنه جنایت او د افغانستان ملي یوالي په زیان ده.
فدایي زیاته کړې چې دا د افغانستان د دوښمنانو کار دی.
بل پلو خبریال میرویس افغان له وزیرستاني پښتنو سره د خواجه بهاءالدین د اوسېدونکو د لاریونونو د ویډیوګانو خپرولو سره ویلي: «یوه ورځ به طالب هم له هېواد ولاړ شي؛ خو ورته کړنې نه بښل کېږي.»
افغان د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې زیاته کړې:« طالب مشرانو دا کړنه نه د افغانستان په خیر ده، نه ستاسې په خیر او نه ستاسې د خواخوږي پاکستان.»
په ورته وخت کې خبریال بصیر آهنګ په سختې نیوکې سره طالبان قومي مسایلو ته په لمن وهلو تورن کړي.
نوموړي په یو ټوېټ کې لیکلي: «طالبان د خلکو په زور کډه کولو، وژلو او په زور اخیستو سره کرکه ډېروي او قومي جګړې ته لمن وهي.»
دا غبرګونونه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو تر ملاتړ لاندې د افغانستان شمال په ځانګړي ډول تخار کې د وزیرستاني پښتنو ځای پر ځای کول له څو میاشتو را په دېخوا دوام لري.
بل پلو په وروستیو ورځو کې د سیمې خلک څو ځلې له وزیرستاني پښتنو او کوچیانو سره نښتي. آماج ته د رسېدلو راپورونو پر بنسټ یادو نښتو کې لا دې سیمې درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More on to that Topic: aamajnews24.com/ps/reactions-43/ […]