د طالبانو د پوهنې وزیر د خبرو په وړاندې غبرګونونه؛ فدایي: د افغانانو غلام جوړول خطرناکه پروګرام دی

لخوا Aamaj News

د «د نجونو له زده کړو سره د افغانستان لرې پرتو سیمو د کلتور د مخالفت» په تړاو د طالبانو پوهنې وزیر مولوي نورالله منیر هغه خبرې د پخواني حکومت سیاسي څېرو، خبریالانو او د افغانستان وګړو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

د جمهوریت والي محمد حلیم فدایي په یو غبرګون کې ویلي، چې د افغانانو غلام جوړول خطرناک پروګرام دی.

بل پو هم یو شمېر ویلي چې چې د طالبانو پوهنې وزیر څرګندونې په اسلام آباد کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر له خبرو سرچینه اخلي.

عمران خان اسلام‌آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ادعا وکړه چې د افغانستان پښتنو مېشته سیمو کې د نجونو د زده کړو مخنیوی او د ښځو حقونو نه رعایت کېدل، د دوی په کلتوري او سنتي مسایلو کې ريښې لري او نړیواله ټولنه باید دا حساسیت درک کړي.

خبریال جمشید یما امیري په یو ټوېټ کې لیکلي، که فرض کړو چې خلک نه غواړي لوڼې یې ښوونځيو ته ولاړې شي، آيا دولت اړ دی ترڅو د ناسم او وروسته پاتې ټولنیز کلتور لپاره د ښوونې او روزنې مخنیوی وکړي، چې د له بنسټيزو انساني حقونو دي؟

یاد خبریال زیاته کړې چې په همدې افغانستان کې د شاه او حتی د خلق ډموکراټيک حزب په دوره کې، هغه کسانو څخه به پوښتنه کېدله چې ماشومان یې ښوونځيو ته نه استول.

بل پلو هم د طالبانو حکومت د المپیک ملي کمیټې سرپرست نظر محمد مطمین په کنایي غبرګون ویلي، همغه ډول چې په کرکټ او فوټبال کې لوبې د غرور له امله بایلل کېږي، همداشان اسلامي نظام بریالی شوی که غرور پکې وشي نظام زیان ویني او په پایله کې ماته خوري.

تېره ورځ (یک شنبه) د طالبانو د پوهنې وزیر د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې وویل چې له لرې پرتو سیمو څخه خلک نه غواړي خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي. نوموړي زیاته کړې چې طالبان له خلکو او کلتور سره آشنا دي او د هغې خلاف کړنه نه ترسره کوي.

مولوي نورالله منیر په داسې حال کې دا خبرې وکړې چې دوه ورځې وړاندې پکتیا کې هغه ښوونځي چې د خلکو په غوښتنه پرانیستل شوي وو، د طالبانو د مشر په امر بېرته بند کړل شول.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ