د سویلي طالبانو لښکرکشۍ ته د دفاع وزارت د پخواني مرستیال غبرګون: د شمال د خلکو ډله‌ییز ځپل به قومي او ژبنۍ جګړه په لاره واچوي

لخوا Aamaj News

په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د نیولو او شکنجه کولو په تړاو د پراخو غبرګونونو په دوام، د دفاع پخواني مرستیال وزیر، تمیم عاصي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نورو توکمونو د ځپلو دوام به قومي او ژبني ویجاړونکې جګړې ته لاره پرانیزي.

عاصي په ټینګار سره ویلی: «د نن افغانستان د اتلسمې پیړۍ افغانستان نه دی چې لښکرکشي وکړئ او خلک چوپ پاتې شي» نوموړي زیاته کړې چې ولس هره ورځ د خپل ځان، عزت او د کور د دفاع هوډ لري.

عاصي د طالبانو د مشر له خوا په پنجشېر او اندراب کې د طالبانو د پوځي مسوول په توګه د عبدالقیوم ذاکر د ټاکلو په اړه ویلی چې هغه یو «مشهور قاچاقبر» دی.

د دفاع وزارت پخواني مرستیال زیاته کړې «هغه توکمیز پوځ چې مشهور قاچاقبر ملا قیوم ذاکر یې شمال په ځانګړي ډول پنجشېر او اندرابونو ته د شمال د خلکو د ځپلو او سزا ورکولو لپاره راویستی، په دې هیواد کې د قومي او نژادي نفاق تخم کرلی دی.»

نوموړي د طالبانو دغه لښکرکشي شمال او مرکزي سيمو ته د عبدالرحمن خان د لښکرکشۍ په څېر بللې.

عاصي ټینګار کړی «د دې پوځ ښکاره جنګي جنایتونه او یوازې د دې لپاره د سزا ورکول پالیسي چې یو څوک پنجشېري، تاجېک او شمالي وال دی، هیڅکله به د خلکو هېر نشي.»

نوموړي د طالبانو د دغه ناوړه چلند په تړاو د پخواني ولسمشر، حامد کرزي او د ملي مصالحې د شورا د پخواني رییس، عبدالله عبدالله پر چوپتیا د نیوکې ترڅنګ ویلی چې د دغو دوو تنو په ګډون لسګونه پخواني چارواکي ولې «د دې جنایتونو په وړاندې چوپ دي؟»

عاصي همداراز نړیوال سازمانونه له طالبانو څخه د پوښتنو ګروېږنو مسوول ګڼي او د بشري حقونو له سازمانونو او نړیوالو محکمو څخه یې غوښتي چې د طالبانو چارواکي په تور لیست کې راولي او په «تدریجي ډول یې محکمه کړي.»

دا غبرګون په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو له خوا د تاجېک ملکي وګړو سپکاوی، شکنجه او وژل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي او ځینو دا قومي جګړه بللې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ